د مظلومانو حمايت ډېر ښه کار دی، خو الحَقُّ للقَريب ثُمِ لِلبَعيد!
زه تعجب د هغو افغانانو په حال کوم چې د جنګ د بدمرغۍ د تشريح لپاره له افغانستانه بهر د اوکراین د ولسمشر زيلنسکي تصوير پسې ګرځي.
مونږ ولې دومره بې حسه شوي يو چې د خپل وطن په لارو کوڅو کې، دښتو او ويراننُما اباديو کې، د ماشومانو او زړو په څېرو کې د نرانو او ښځينهو په اندېښنو کې، د دې وطن په ورځو او شپو کې او بالآخره د دې وطن په ځمکه او آسمان کې د بدمرغه جنګ بدرنګه څېره نه وينو؟
که يې نه وينو، نو مونږ د هيڅ چا په مخ کې د جنګ تاثير نه دی ليدلی، دا په يو لحاظ هسې ډرامه بازي او تمثيل ډوله تظاهر کوو چې وايو د فلانکي او بستانکي په مخ کې د جنګ له وجهې د خفګان او غم اثار ښکاري، هغه که د اوکراین زيلنسکي دی، که د عراق ماشومان دي، د سوريې خلک دي، د فلسطين مظلومان دي او که د نړۍ د بلې کومې سيمې وګړي!
