No-IMG

جوهر څه شی دی؟!

دا سوال مې سهار د يو پوسټ له لارې مطرح کړی و، ګڼو ملګرو کمنټونه وکړل، ماشاءالله ډېرو ملګرو سم ځواب ويلی و چې جوهر د هر شي اصل/بنسټ/بنياد ته ويل کېږي.

يو وخت مې د سيد جمال الدين افغان سيريال تعقيبولو، په سيريال کې يو څوک و چې له هر چا به يې پوښتنه کوله چې [ما هو الجوهر؟!] خو د ځواب اورېدو په پای کې به يې سر په نفيې وخوځاوه چې قانع نه شوم.

آخر دغه شخص يو ځای له علامه سید جمال الدین افغان سره مخ شي، پوښتنه ترې وکړي چې سيد جمال الدين افغان ته يې؟ علامه افغاني ځواب ورکړي: هو. هغه خپله پوښتنه مطرح کړي چې [ما هو الجوهر؟] ورپسې زياته کړي چې له کلونو د دې پوښتنې ځواب پسې سرګردان يم، هيڅوک سم او ساه ځواب نه راکوي، ستا مې ډېر صفتونه اورېدلي، ته مې په سم او ساده ځواب بايد دا مشکل حل کړې.

علامه افغاني ځواب ورکړي چې جوهر د هر شي د اصل/بنسټ د پيل هغې وړې نقطې ته ويل کېږي چې تجزيه کېږي نه. بيا مثال کې ورته وايي يو تصويري بېلګه يې واخله: په يو تمامه معنی هوار او ښيښه‌يي ميز چې يو کاملاً ګرد (مُدور) ښيښه‌يي بال کېږدې، نو د بال هغه نقطه چې له مېز سره لګېدلې او بال پرې ولاړ دی؛ همدا په دغه وخت کې د بال د استقرار او تمکين جوهري نقطه ده.

له دې ځواب سره پوښتونکی لاسونه پورته کړي، اسمان ته وګوري او شکر وباسي چې ايله مې د جوهر په معنی سر خلاص شو.

پرون يو چا د جوهر په تعريف بحث وکړ، نو د هغه سيريال هغه لحظه مې ذهن ته راغله چې سيد جمال الدين افغان په کې د جوهر تعريف کوي.

جوهر

له_بلې_زاويې

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک