د خدای په لحاظ له ماشومانو د علم ډېوه مه اخلئ
څو مياشتې وړاندې هغه شېبه مې نه هېرېږي چې لورکۍ مې (د اووم ټولګي متعلمه) له مکتبه راغله، سترګې يې له اوښکو ډکې وې، مور مې ترې پوښتنه وکړه چې څنګه راغلې؟ په ژړا شوه او فقط همدومره يې وويلی شول چې زمونږ مکتب يې بند کړ!
خدای شته ټول يې خفه کړو.
بيا دا څو اوونۍ وړاندې هغه ماښام مې هم نه هېرېږي چې زه له کابله کور ته لاړم، دروازې ته مې لورکۍ رامنډې کړې او تر هر څه وړاندې يې بې اختیاره وويل: پلار جانه! زمونږ مکتبونه يې خلاص کړل. له خوشحالۍ يې نېږدې الوت کړی و.
اوس مې بيا په ټولنيزو شبکو کې وليدل چې تر شپږم ټولګي پورته ښځينه شاګردانو ته يې د مکتب اجازه نه ده ورکړې، لورکۍ مې اوس بيا سترګو سترګو ته کېږي چې څه به پرې تېرېږي؟!
د خدای په لحاظ له ماشومانو د علم ډېوه مه اخلئ، په دې لار کې د خنډ او ځنډ هيڅ معقوله توجيه نه ليدل کېږي، پرېږدئ چې د دې وطن لوڼې د علم د حصول ارمان ته ورسېږي، د وطن راتلونکی د دوی له تعليم پرته په تياره کې دی، دا د وطن د راتلونکي او د نوي نسل د بينايۍ او آبرو قضيه ده.
