هر هغه عمل چې د نظام د تخريب باعث کېږي؛ مخالفت يې په کار دی
هر هغه عمل چې د نظام د تخريب باعث کېږي، مخالفت يې پهکار دی او مخالفت يې وکړئ.
نظام په خپل ذات کې د محکمې او منظمې سمندري کښتۍ مثال لري، له بهره يې تخريب ستونزمن وي، خو له داخله يې معمولي بې نظامي او غير مسلکي حرکت هم د بالفعل او يا هم د تدريجي تخريب باعث کېږي.
تېر نظام له بهره نه، بلکې له داخله مفسدو چارواکو او بې وجدانه او ملي ګټو ته غير متعهدو ټاميانو خراب کړ، داسې چې اوس یې يادونه افسانې ښکاري.
اوسنی نظام هم که خرابېږي نو له داخله به خرابېږي، د نااهله، غيرمسلکي او حتیٰ په ځينو حسَّاسو مواردو کې د بېسواده وګړو تقرر دا نه چې ناسم عمل دی، بلکې د يو سالم نظام د روغتيا لپاره زهرِ قاتل دی.
نظام
له بلې زاويې
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
