پګړۍ که حتمي سنت وي، بيا خو به يې رنګ او شکل هم بايد د محمد ص په څېر وي
دلته خو هر قوم د خپل محلي قومي پګړۍ شکل ته د رسول الله عليه الصلاة والسلام د پګړۍ نوم ورکوي.
ترکمن خپلې پګړۍ ته، شينواري خپلې پګړۍ ته، سليمان خېل پګړۍ ته، څمکنيان خپلې پګړۍ ته، هراتيان خپلې پګړۍ ته، کندهاريان خپل پاج ته، ترکان خپلې پګړۍ ته، سوريان خپلې پګړۍ ته، ايراني آخوندان خپلې پګړۍ ته او داسې نور...
که پګړۍ سنت ده، بڼه يې بايد معلومه وي، ځکه چې په سنت کې کُلِّي تطابق شرط دی.
او که څوک وايي چې په سر يو شی تاو وي نو هغه پګړۍ ده او سنت ده، بيا خو پتلون هم پرتوګ دی، تنګ او آزاد پسې يې ګرځېدل نه دي پکار او شرټ هم قميص دی، لنډ او اوږد پسې کېدل نه دي پکار، بس په سنت کې يې حساب کړئ، دا د يک بام او دو هوا حساب ولې؟!!
پګړۍ
سنت
