کاش په کابل کې د اقصی مسجد په ډیزاین جوړ شوی جومات مونږ افغانانو ته د يووالي سمبول وګرځي
مسجد په ځمکه کې د مسلمانانو يوه بارزه نښه ده، د اسلام يو ښکلی شعار دی، په حقيقت کې د مسلمانانو د اتحاد سمبول دی، د مسلمانانو تر منځ د رنګ، قوم، ژبې، جغرافیې، طبقې او بل هر ډول اختلافي نقطو او رنګونو ته د پای ټکی ایښودونکی خط دی، چېرې چې مسلمانان په شپه او ورځ کې پنځه وخته دا هر څه شا ته غورځوي او په يو صف کې درېږي، د يو خدای لويي مني، يو ډول کلمات وايي او يو ډول حرکات اجراء کوي.
دا خبرې د مسلمانې ټولنې لپاره د مساجدو اهداف دي.
خو که د نن سبا د مسلمانانو حالاتو او شته واقعيتونو ته وګورو، پورته ذکر شوې خبرې د پخواني او د اسلام د لومړيو کلونو خبرې ښکاري.
له بده مرغه نن سبا مساجد له دغو خبرو تقريباً خالي شوي دي، د ژړا ځای دا دی چې اوس مسجدونه د مسلکونو، قومونو او اشخاصو په عنوانونو تقسيم دي، نن سبا اکثر مساجد د ټولو مسلمانانو نه وي، بلکې يا د سنيانو وي، يا د شيعه ګانو!
په سنيانو کې يا د احنافو وي، يا د مالکيانو، يا د شافعيانو، يا د حنبليانو او يا د سلفيانو.
په حنفيانو کې بيا يا د ديوبنديانو وي، يا د بريلويانو، يا د سيفيانو، يا د پنجپيريانو او يا د تبليغيانو...! که يې وغځوو نو د تقسيم دا لړۍ متأسفانه تر ډېره پسې غځېږي!
مناسبه ده چې زه يې يو مثال هم بيان کړم، زه په يوه داسې سيمه کې اوسېږم چېرې چې دوه جوماتونه يو بل ته بيخي نېږدې دي، د دواړو قبله يوه ده چې کعبه ده، د دواړو له لاوډسپيکرو پنځه وخته يو ډول اذان ويل کېږي، خو هر جومات خپل مراجعين او هر امام خپل مقتديان لري! د جُمعې او اخترونو په ورځو کې دواړه امامان خپلو مقتديانو ته د مسلمانانو خطاب کوي. دواړه امامان په خطبو کې مسلمانان يووالي ته رابلي، په دعاء کې له خدايه د مسلمانانو د صفونو او زړونو د اتحاد غوښتنه کوي، خو د دواړو جوماتونو امامان فکر نه کوم چې کله دې د يو او بل کور ته تللي وي او يا يې يو بل ته د اختر مبارکي ورکړې وي!
مونږ ناست مسلمانان يې دعاګانو ته آمين وايو!
څه فکر کوئ الله تعالی به زمونږ د دعاګانو او زمونږ د کړنو تضاد او تناقض ته نه ګوري؟ دا چې دعاء د اتحاد کوو او عملاً په افتراق او اختلاف کې اخته يو، دا ډول دعاء د قبوليت حق لري؟!!
دا مې يوازې يوه نمونه ياده کړه، تقريباً هر ځای مو د جوماتونو همدا حال دی!
خبره په کابل کې د اقصی جومات په نقشه جوړ شوي د جومات په موضوع راغله، د اقصی مسجد د مسلمانانو لومړۍ قبله ده، د مسلمانانو په منځ کې يوازې د يوې ډلې نه، بلکې د ټولو مسلمانانو!!
کاش چې په کابل کې جوړ شوی د اقصی مسجد په ډیزاین جوړ شوی جومات مونږ افغانانو ته د يووالي سمبول وګرځي، کاش چې د دغه مسجد په منبر داسې يو خطيب کېني چې د افغانانو د يووالي رښتينی هم او غم ورسره وي، کاش چې له دغه ادرسه د مسلمانانو تر منځ شته نفاق او اختلاف هدف وګرځي، کاش چې له دغه جومات مونږ د يو مثبت تغيير څرک ووينو او کاش چې د کابلي اقصیٰ مسجد له منبره داسې دعاء او آمين ونه ويل شي چې بالفعل پرې څوک د عمل اراده ونه لري!
کاش او کاش او بيا هم کاش...!!
مساجد
له_بلې_زاويې
