No-IMG

امریکا نور د افغانستان په جګړه کې ملي ګټې نه لري

غني وايي زه نه پوهېدم چې امریکا به وځي، په ۲۰۲۰ کال په ۲۱ اګست چې هغه مهال بایډن په خپل انتخاباتي کمپاین بوخت ؤ، دا لیکنه شوې؛

د جو بایډن په اړه د ځینې خلکو په ذهن کې دا فکر دی چې که چېرته دی د امریکا د جمهوري ریاست په راروانو انتخاباتو کې کامیاب شي، د ټرمپ د ادارې لخوا به طالبانو سره د سولې شوې هوکړه رد کړي.

دا فکر په لاندې دلایلو سوچه بې منطقه دی؛

» جو بایډن څو میاشتې وړاندې د دیمومکراتانو د داخلي انتخاباتو په یو بحث کې وویل چې افغانستان په اړه، دیموکرات حزب، د ټرمپ سیاست سره هیڅ مخالفت نه لري او دوی (دیموکراتان) هم په همدې نظر دي چې د امریکا پوځ باید د افغانستان له بې نتیجې جګړې کور ته راستانه شي.

» په لاندې ویډیو کې چې بایډن کوم بحث The nation سره کړی ډېر مهم دی. دې بحث کې بایډن وایي چې زه له اول سره په افغانستان کې د پوځ ډېرولو سره مخالف وم. افغانستان ته د بایډن ستراتیژي دا ده چې په افغانستان کې باید دونې امریکايي شتون وي چې د امریکا ملي امنیت په خطر کې نه وي. په دې لاندې مرکې کې له بایډن پوښتنه کیږي چې ده په ۲۰۱۰ کې رچرډ هالبروک ته ویلي وو چې دی نه غواړي د افغانو ښځو د حقوقو د ساتنې لپاره د امریکا پوځیان قرباني کړي. بایډن ډېر پوست کنده ځواب ورکوي‌ چې مونږ هیڅ مسؤلیت نه لرو چې د افغانو یا هم د نړۍ د نورو ښځو د حقوقو ساتنې لپاره خپل خلک قرباني کړو. مونږ د امریکا د ملي ګټو سیاست کوو او مونږ ته پرته له دې نور هیڅ شی ارزښت نه لري.

دا او دې ته نورې ورته خبرې ددې ښکارندوی دي چې امریکا نور د افغانستان په جګړه کې ملي ګټې نه لري او د امریکا په عامه ذهنیت کې هم د افغانستان جګړې خپل ارزښت بایللی.

دا چې بایډن وایي چې دی په افغانستان کې د امریکايي وګړو دونې شتون ته اړتیا لري چې د امریکا ملي امنیت په خطر کې نه وي، د قطر په اوسني تفاهم کې د طالبانو تحریک سره تضمین شوې. ددې مانا دا چې دا دلیل هم پاته نه شو چې ګنې په افغانستان کې د طالبانو له راتګه به امریکایانو ته آینده کې تشویش پیدا شي.

هغوی چې د بایډن خپسه یې په ستوني ناسته ده باید پوه شي د مزو شپې یې مخ په تېرېدو دي او هغه ګټې چې دوی په دې تېرو ۱۹ کالو کې د معصوم افغان ملت په وینه کړي، نورې ختمېدونکې دي.

ان شاء الله

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک