No-IMG

د افغانستان او امریکا د اړیکو آیندې لپاره درې ممکنه سیناریوګانې وجود لري

۱) دا چې د طالبانو حکومت او امریکا سره لکه د پخوا دښمنه پاته شي‌ او بیخي اړیکې ونلري.‌ د دې سیناریو د عملي کېدو امکان ډېر کم دی.

۲) دا چې امریکا په دې وتوانېږي چې د سیمې په یو هیواد کې اډې پیدا کړي. دا به د چین، روسیې، ایران او امریکا  تر منځ نوې جګړې ته لار پرانیزي چې یو میدان به یې افغانستان وي.

۳) که دوهمه سیناریو کې امریکایان پاته راغلل، دریمه او یواځینۍ لاره به دا وي‌ چې نوي‌ حکومت سره ډپلوماتیکې اړیکې وپالی. دوی به خپل سفارت خلاصوي‌ او د اقتصادي او سیاسي فشارونو پرته به بله لار نه لري.

دا مهال په دوهمه سیناریو کار روان دی. وړې وړې هغه ډلې چې د امریکایانو او تېر حکومت په شتون کې جوړې شوې وې، پړسول کېږي تر څو امریکا خپل استخباراتي حضور ته بهانې پيدا کړي.

دا نوې څپې به د ټوپک پر ځای د سیاست په میدان کې ګټل غواړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک