No-IMG

د غرب د اقتصادي بندیزونو له لارې نور هیوادونه دې ته تیاروي چې د دوی فرمایشات ومني!

د غرب یوه ستراتیژي دا ده چې غواړي د اقتصادي بندیزونو له لارې نور هیوادونه دې ته تیار کړي چې د دوی فرمایشات ومني. دوی همېش کوشش کوي د نړیوال اقتصاد په بازار د دوی د ولکې په وسیله نورو سیمو کې خپلې ستراتیژیکې ګټې تضمینې کړي خو په معاصر تاریخ کې دوی هېڅکله په دې نه دې توانېدلي چې د له دې لارې خپلې موخې لاسته راوړي.

د دوی ناکامو ستراتیژیو په ایران، روسیې، چین، کیوبا، وینزویلا، عراق او ډېرو نور هیوادونو کې هېڅ کار ورنکړ، دوی ونه توانېدل دا هیوادونه خپلې نړیوالې هیژمانۍ ته تسلیم کړي.

هېڅوک نه غواړي نړیوال سیاست کې د امریکا په شان قوي هیواد سره اړیکې خرابې کړي خو کله چې دا اړیکې د هیواد د خپلو ستراتیژیکو او امنیتي ګټو په بیه وي، ژوندي ملتونه هېڅکله تن نه ورکوي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک