No-IMG

د ویتنام خلکو تېرو دوه پیړیو کې څلورو لویو زبر ځواکونو ته شکست ورکړ

د ویتنام خلکو تېرو دوه پیړیو کې څلورو لویو زبر ځواکونو ته شکست ورکړ. اول چین، فرانسوي استعمار، جاپان او څلوېښت کاله مخکې امریکا دوی په نظامي لحاظ ماته کړه.

ویتنامیان داسې شوي ؤ لکه دوی چې یواځې جګړه پیژني؛ خشن او تېز،‌ په وړو وړو خبرو لانجې او جنجالونه بیخي دود شوی ؤ.

امریکا چې کله له ویتنام ووتله، د ویتنام ټیک داسې حالت ؤ لکه ننۍ افغانستان،‌ آن تر دې چې ویټ کانګ (هغه حزب چې ویتنام یې له امریکايي اشغاله آزاد کړ) له جګړې وروسته ډېر وخت په خپل هیواد کې خارجي‌ پانګه اچونکي او تجاران هم نه پرېښودل. دوی فکر کاوه چې دا ټوله یوه کیسه ده، په نوم خارجي دوی لپاره یو شکي او دښمن کَرکتر ؤ.

پروفیسر کشور محبوباني مې اورېد،‌ ده ویل د ویتنام د جګړې وروسته حالت زما داسې یاد شي لکه دا نن ورځ. هغه مهال که چا له ما پوښتنه کړې وای چې فکر کوې ویتنام به پر خپلو مټو داسې اقتصاد جوړ شي چې پرمختګ وکړي، ښايي ما ورپورې خندلي وای. ده وویل؛ اوس به زما دا مشوره وي چې نن دې ټالینډ او اندونیزیا خپل اهل فکر ولېږي چې له ویتنامه د پیشرفت طریقه زده کړي.

د انتقال پروسې سختې وي خو روڼ سبا یې داسې ښکاره دی لکه لمر. قوي اراده، کار، د تجربې او علم له خلکو استفاده او په فکري سرچینو سرمایه ګزاري روښانه آینده تضمینولی شي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک