No-IMG

د اسلامي همکاریو سازمان څخه د اسلامي نړۍ د لويو مسائلو په اړه تصاميم نيول يو خيال دی

د اسلامي همکاریو سازمان څخه له دې پرته بله تمه نشوه کیدلای چې د بشري مرستو لپاره په نړیواله ټولنه غږ وکړي. د دې سازمان ساختار په داسې شکل جوړ شوی چې د اسلامي نړۍ د لویو مسائلو په اړه پکې تصامیم نیول یو خیال دی.

بل اړخ ته د دې سازمان تېره غونډه د نوي حکومت لپاره یو بې مخینې فرصت ؤ تر څو د سیمې او اسلامي نړی له هیوادونو مشرانو سره ناستې تر سره شوی وای، له هغوی اورېدل شوی وای او له دې خوا ډاډ ورکړای شوای وای. دې کار د نوي حکومت او سیمه ایزو هیوادونو تر منځ باور او اعتماد کې ډېر رول لوبولای شو.

د نوي حکومت رسمیت پېژندنې په اړه د اسلامي همکاریو سازمان هېڅکله په ځان ته ځان تصمیم نه شي نیولای.

د نوي حکومت مشران باید په دې پوه اوسي چې تر څو د ملګرو ملتونو د امنیت شوری د ټولو غړو او د نوي حکومت د مشرتابې تر منځ باور نه وي رامنځ ته شوی، رسمیت پیژندل به ممکن نه وي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک