د اتمر صېب سعودي عربستان او ملا برادر ایران ته سفر څه مانا لري؟
میاشت وړاندې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت دولت لپاره د سیمې او نړیوالو د اجماع رامنځ ته کولو او د دولت د ملاتړ په پار یو پروګرام اعلان کړ . دې پروګرام عملي کولو لپاره د بهرنیو چارو وزارت لاس په کار شو، خارجي هیوادونو ته د اتمر صېب سفرونه پیل شو. وروستنی سفر یې سعودي عربستان ته وو. دولت دا مهال په دې پروسه کې له دې امله لوی مشکل سره مخ دی چې دوی په دې مهم کار ډېر وروسته لاس پورې کړ. دا کار باید لږ تر لږه یو کار وړاندې تر سره شوی وای.
بل اړخ ته د طالبانو ایران ته اوسنی سفر هم همدې لپاره دي چې دوی د امارت ټیم لپاره سیمه ایز او نړیوال ملاتړ پیدا کړی. د دوی پوره کوښښ دا دی چې هیوادونو ته ددې تضمین ورکړي چې دوی به د تېر په شان نړیوالې ټولنې سره د ټکر پالیسي نه اختیاروي، بلکې هماهنګي، توافق او ملګري به ددوی خپلنمځۍ اړیکې ترسیموي.
پاکستان په دې کوښښ کې دی چې د طالب په سر چې څومره ممکنه وي له نړیوالې ټولنې سیاسي استفاده وکړي، دوی طالبانو سره له روابطو ډېره قوي ډپلوماتیکه استفاده کوي.
یوه خبره بیخي واقعي ده هغه دا چې سولې سره ټول هیوادونه د خپلو ګټو په اساس تعامل کوي، دلته هیوادونو ته د افغانستان د سولې پروسه نه بلکې له دې سولې وروسته رامنځ ته کیدونکی سیاسي جوړجاړی مهم دی، دوی باید د مستقبل په سیاسي جوړ جاړي کې خپل ځای وګوري.
اوس د دولت او طالب امتحان دی چې دوی دې مسئلې سره تر څومره حده اصولي تعامل کوي، دوی نه په دې لار کې د ملاتړ په مقابل کې داسې غوښتنې هم کیږی چې د افغانستان د ولس پکې تاوان وي خو د دوی سیاسي ګټې تضمینې کړي.
بهرني هیوادونه زمونږ د ولس له غمه نه دي مړه چې مونږ سره د واقعي سولې په راوستلو کې کومک وکړي. دوی دې ته خوشحاله دي چې د جمهوریت او امارت ټیمونه جدا جدا دوی سره اړیکو ته لاس غځوي، دا کار هغوی ته د ډېرې لاسوهنې چانس ورکوي. په یو وخت کې د یو ټیم سعودي او بل ایران ته سفر د همدې بدبختۍ یو څرک دی.
افغان دولت او طالبان باید اول په دوحه کې په یو ټولشموله سیاسي جوړجاړي توافق وکړی، اوربند وشي، مرګونه بند شي او بیا دواړه ټیمونه د نوي رامنځ ته کیدونکي دولت لپاره د سیمې او نړۍ د ملاتړ پیدا کولو هڅې پیل کړی.
د یو شخص، طرف او ګوند پر ځای باید ملي ګټې او د هیواد علیا مصالح په نظر کې ونیول شي، که نه له آینده سیاسي جوړجاړي هم د خیر هیڅ تمه نشته.
