No-IMG

د ایران د یورانیمو د غنا مسئله ورځ په ورځ ګرمېږي

د ایران د یورانیمو د غنا مسئله ورځ په ورځ ګرمېږي. پرون ایران خبر ورکړ چې دوی د فردو په مرکز کې د یورانیمو د ۲۰٪ غنا پروسه پیل کړه. دا په داسې وخت کې ده چې ټرمپ د خپل حکومت له پیله ایران سره د شوي ۲۰۱۵م کال تړون مخالف وو. د ټرمپ‌ ایران سره له مخالفت ډېر وجوهات دي خو عمده یې دوه وجوهات ول.

یو دا چې ټرمپ غوښتل د امریکا دننه په دې کار له امریکایانو سیاسي کریډت واخلي او هغوی ته دا وښايي چې ګواکې دموکراتانو ایران ته په دې تړون کې ډېر خلاص لاس ورکړی ؤ.

بله دا چې ټرمپ‌ غوښتل پر ایران فشار راولي تر څو یمن، سوریه او فلسطین کې له امریکا ضد خارجي سیاست څخه لاس پر سر شي.

په دې دواړو اهدافو کې ټرمپ تر خپل حده ناکام وو.‌ په امریکا کې عام ولس ته داسې وښودل شوه ګواکې ټرمپ امریکا د یو بل منځني ختیڅ هیواد سره په جګړه کې ښکېلوي، چې امریکایانو ته د خطر زنګ دی او بل هدف یې په دې ناکام شو چې ایران د امریکا فشار ته تن ورنکړ او د منطقې په سیاست کې یې لا رول بارز کړ.

ایران په خپل اوسني حرکت یعنې د یورانیمو په ۲۰٪ غنا غواړي بایډن ته وښايي چې د امریکايي یهوادانو داسرایلي لابۍ تاثیر ته تن ورنکړي که نه دوی به د شمالي کوریا په شان منطقه کې امریکا ته بل درد سر جوړ شي.

د امریکا د پینټاګون نوې دفاعي پالیسي هم ښايي چې امریکا ایران سره جګړې ته نه ده تیاره ځکه دوی ته د چین مهارول اوسمهال له ټولو لوی چیلینج دی. همدا پالیسي له افغانستان، سوریې او جنوبي کوریا څخه د امریکايي پوځیانو د راویستلو یوه مهمه وجه هم ده.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک