راتلونکی نظام؛ جمهوریت که امارت؟
د بین الافغاني خبرو دوهم پړاو کې د میز پر سر دوه مهمې نکتې دي چې بحث به پرې کېږي. د جمهوریت د ټیم فشار پر دې دی چې د اوربند پر مسئله بحث وشي، طالبان دا نه ردوي خو داسې ښکاری هغوی ته مهمه مسئله د آینده حکومت بڼه ده.
دا آینده حکومت د څرنګوالي په اړه ډېرې خبرې روانې دي، ټیمونه پر اسلامي جمهوریت او اسلامي امارت فشار راوړي خو ځینې بیا وايي طالبان دې ته تیار شوي چې د امارت له نومه تېر شي ځکه هغوی ته د نظام د عناوینو پر ځای اصول مهم دي، چې باید اسلامي وي.
اسلامي امارت د افغانستان په تېر تاریخ کې یوه بې مخینې تجربه وه او وکتل شول چې د روان نړیوال نظام سره سرا سر په ټکر کې وه. د امارت نظام ونشو کولای چې د خپل حکومت په دور کې په نړیوال نظام کې ځان ته ځای پیدا کړي، همدا یې لامل وو چې ډېر وخت یې دوام ونکړ.
بل طرف ته د جمهوري حکومت مسئله ده. لبرال جمهوریت اصلا یو غربي نظام دی او د سیاست اکثر علماء په دې نظر دي چې د نظام دا میکانېزم په آسیايي هیوادونو کې د اروپا په شان کار نه ورکوي ځکه د ډیموکراسۍ او جمهوریت نظام ساختار د غربي ټولنو لپاره جوړ دی. د چین مشهور عالم او د ډنګ شاپنګ (د چین پخوانی مشر) مشاور ژنګ وي وي په خپل کتاب The China wave: Rise of civilizational state کې لیکي چې اسیايي هیوادونو لپاره غربي دیموکراسي له ناامیدي او یأس او یا هم ګډوډي بل څه نشي ورکولای.
چین په واقعي مانا په آسیايي هیوادونو کې د غیر دیموکراتیکو نظامونو یو ژوندی مثال دی. په ۱۹۱۲ میلادي کال کې د چین لویه امپراطوري ختمه شوه او پر ځای یې د چین جمهوریت جوړ شو. په همدې کال د ماو په مشرۍ د چین کمونیست ګوند هم تأسیس شو. له ۱۹۱۲ میلادي څخه تر ۱۹۴۹ پورې چې په چین کې جمهوریت حاکم وو، چین کې آرامي نه ده راغلې. په دې کلونو چین کې شخصي ملېشې، ګډوډۍ، پردی لاسوهنې او همسایه هیوادونو نیابتي جکړې ښه په درز کې روانې وې. دا ځکه چې د چین جمهوریت کې ددې لپاره لاس آزاد وو چې د چین دښمنان د دوی د نظام پر وړاندې له داخله د باغیانو ملاتړ وکړي. کله چې په ۱۹۴۹ کې چین د ماو په مشرۍ کمونستي انقلاب کې بری ترلاسه کړ، چین له هماغې ورځې د یو متمرکز نظام خاوند شو. د ماو له مرګه وروسته بیا همدا چین د ډنګ شاپنګ په واسطه ددې جوګه شو چې د روان نړیوال سستم سره د تعامل ژبه زده کړي. دوی په روان نړیوال لبرال سستم کې خپل ځان ته داسې ځای پیدا کړ چې نن د نړۍ له دوه لویو ځبرځواکونو شمېرل کیږي. هاغه امریکا چې پخوا به یې د چین د کمزوري نظام په واسطه ددوی په داخلي چارو کې لاسوهنې کولې نن دا د چین څه د پاسه ۱۳۰۰ ټریلیونه ډالر قرضداره ده.
زما په اند د یو هیواد نظام باید د هغې علیا اهداف، ملي ګټې او د خلکو غوښتنې ترسیم کړي. چینایان همدا وايي چې که نن بیا جمهوریت اعلان کړو، غرب ته دا لار پرانیستل کیږي چې آزادې میډیا، بشري حقوقو او نورو تشو نعرو له لارې د چین له داخله نظام وننګوي.
د نظام عنوان هیڅ مهم نه دی. د مذاکراتو په روان دور کې باید دواړه لوري په داسې یو نظام سره توافق وکړي چې مونږ د یو متمرکز نظام خاوندان شو او وتوانېږو د پردیو له لاسوهنو خپل استقلال تر لاسه کړو.
