شېرپور؛ شېرچور او د بيرته حساب هيله
کله د افغانستان سيال او دروند امير شېرعلي خان په ۱۸۶۹ع کال کي د هندوستان امبالې کانفرانس ته ولاړ، له هغه ځايه ئې د راتلو وروسته د کابل شمال ته نږدې د [شېر پور] په نامه د يوه پرمختللي ښار بنسټ کښېښود چي نقشه ئې د کندهار د ښار څخه واخيستل.
دا ښار چي د انګرېزي يرغل له امله پای ته ونه رسېد؛ په لومړي ځل يو روغتون، فوځي برخه بېله او ښاري برخه بېله وه چي توپ خانه، او باروت خانه ئې هم په نوي شکل ورته په نظر کي ونيول، ويل کېږي اته کال کي پنځو زرو کسانو کار وکړ او د ښآر نيمايي برخه پوره سوې وه چي د انګرېزانو دوهم يرغل پېښ سو او د ښآر کار په ټپه ودرېد، انګرېزانو د ښار ټولي برخه په خپلو توپونو وراني کړې او باقي ښار ئې وسوځاوه [لکه اوس امريکايان!]...
دغه چاوڼۍ ته ورته ښار د مکناټن د وژلو ځای، د افغانانو نظامي چاوڼۍ او شهکار ښار د محمد ظاهرشاه پر مهال بيرته دولت په کار واچاوه او د ښاري نظم يوه قطعه ئې ددې ښار د ساتلو د پاره وګومارل.
د مجـهاهدينو په راتګ [۱۹۹۲ع] ددې مځکو د چور بنسټ د مرحوم برهان الدين رباني د خوا کښېښول سو، کله چي په ۲۰۰۲ع کال کي بيرته پخواني لنډغر واک ته ورسېدل د لېوانو د درې غوندي ئې دا ستر ښار په خپل منځ کي ووېشه او د کښتي درجې لنډغرو ته لس او لوړي درجې لنډغرو ته پنځوس کوره ورکول سول، دا چي دولتي ادارې اکثره د همدې کسانو لاس کي وې، ښاروالي دا هر څه قانوني کړل او لنډغرو له جوړېدو وروسته ډېر کورنه خرڅ کړل.
د ښاروالۍ د يوه ګارېګر له خولې، ښاروالۍ ۲۰۰۰کوره مځکه د جميعت ګوند اړوند خلګو ته... [وای د جنرال فهيم له سلګونو کورونه ماسېوا]
۳۰کوره د برهان الدين زوم ته...
۵۴۰ کوره د نورو جهــادي ګوندونو لنډغرو ته... قانوني کړل
اوس چي لنډغرانه واک پای ته ورسېد، له نويو چارواکو هيله کېږي چي لومړۍ بايد د افغانان ددې ستري شتمنۍ د لوټ حساب له ټولو سره وکړي، ځکه د کابل ټولو خلګو ته مالوم دي، او پخواني کابليان ئې [شير چور] بولي، او چنداني څېړنه لا نه غواړي!
قلعه شیرپور، کابل:
قلعه شیرپور یا شیرآباد؛ قبل از آنکه امیر شیرعلی خان آنرا اعمار نماید؛ قلعه مستحکمی دیگر بود مستطیل شکل که به نام «چونی» شهرت داشت.
این قلعه بیرون شهر به سمت شمال و متصل شرقی به جاده ی بود که به روستای بی بی مهرو وصل می شد.
شیرپور یا شیرآباد در شمال شهر کابل موقعیت دارد. ارتفاع آن از سطح بحر ۵۷۸۱ فُت میرسد. شیرپور در هنگام اعمار یک میل از مرکز شهر فاصله داشت.
در سمت شمال کابل در موقعیت (بلند آب) و اطراف تپه بی بی مهرو؛ امیر شیرعلی خان بنای شهری را گذاشت که منسوب است به شیرآباد یا شیر پور کابل.
تاریخ بنا مصادف است به سال ۱۲۸۸ هـ ق = ۱۲۴۹ هـ ش =۱۸۷۰ م .
این بنا به مبلغ ۱۲ هزار روپیه کابلی و به کمک و مساعدت تمام عساکر و زمین داران اطراف کابل خرچ برداشت.
در زمان حكومت مجاهدين چور شد و در جامعه فعلي افغاني بنام شير چور مشهور شد.
