د پاني پت جګړې اثار
داسي افغان خصوصأ پښتون به نه وی چي د [ پانی_پت] نوم یې نه وی اورېدلی، ځکه چي د پانی پت سره لږ او ډېر د هر افغان ماضی تړلې ده، کله چي په ۱۷۶۱ع کال د جنورۍ پر ۱۴ د اعلیحضرت احمد_شاه_بابا او مرهیټه ایتلاف تر منځ د احمدشاهي دورې درېمه جګړه پېښه او افغانانو جګړه وګټله، نو بابا هلته د عسکریز نظام لپاره ځانګړی میدان وټاکه، چي خپلو نظامي عسکرو ته به یې قومانده ورکوله.
په دغه میدان کي يوه ونه/درخته ولاړه وه چي احمدشاه بابا به تر دغه درخته لاندي خپلو عسکرو ته ږغېدئ.
دغه وني ته هندوان د (ام توره ونه/Kala Amb) ویل چي بيا سخت دريځه هندانو هغه ونه وکښله خو وروسته نورو هندوانو/انګرېزانو د احمدشاه بابا د يادګار په توګه هلته څلی جوړ کړ او د څلي پر بله خوا یې د بابا د نظامي عسکرو عکس رسم کړ.
د نړۍ په دې مشهوره جګړه [پاني پت جګړه] کي زموږ د پوځ ۳۰۰۰ نفره هم شهیدان سول.
پانی پت د «کوروک شیترا» سیمي ته څرمه پروت دی چي د میلاد څخه تقریبأ دوه زره کاله پخوا د «مها بهارت» لرغونی لوی افسانوي جنګ همدلته پیښ سوی دئ.
د پانی پت جګړې په هند کي د پښتنو برخلیک د تل لپاره بدل کړ، دوهمی جګړې د هندوانو تسلط د څلورو پیړیو لپاره بدل کړ، او باالاخره درېیمی جګړې هم په مجموع کي د ټول هندوستان برخلیک بدل کړ او هغه یې د ۱۵۰ کالو لپاره د برتانوی استعمار منګلو ته برابر کړ. د هند لومړنی صدراعظم جواهر لال نهرو لیکي چي: «د هندوستان برخلیک څو څو واره د پانی پت پر میدان فیصله او ټاکل سوی دی»
یادونه:
توره ونه ئې ځکه بلله چي احمدشاه بابا هغه پوځ ته چي هندوانو ته یې ماته ورکړې وه او هغه ډېر قوي پوځ و هلته وینا کوله، نو دوی هم په توره/بدبخته ونه ونمول.
په لاندي عکسونو کي يو جالب عکس د پاني پت د نخشې دئ، د پانيپت په جګړه کي احمد شاه بابا يوه کس ته دنده وسپارل چي سیمي ته ولاړ ي او او د یوې غونډۍ له سره د جګړې صورت حال نقاشي کړي. ددې نقاشۍ د انځورګر د نوم په اړه دقیق نه پوهېږو خو د تاریخي اسنادو پر بنا غالباً له جګړې ۱۰ کاله وروسته دا نقاشي کښل سوې چي پکښي تر ممکنه حده د احمد شاهي لښکر د ستراتېژۍ نږدې ټول جزییات شامل دي. ددې نقاشۍ اصلي نسخه د برېتانیا په موزیم کي ساتل کېږي. د امریکايي پوهنتون استاد ډاکټر عمر شریفي ددې فوق العاده په زړه پوري نقاشۍ څخه د نسخهبردارۍ اجازه اخیستې او د یو پېچلي تخنیک په واسطه یې ترې دا عکس جوړ کړی دی.
په دې نقاشۍ کي د احمد شاه بابا د څېرې تر ټولو واقعي تصویر وړاندې سوی چي پر آس سپور دی او شاوخوا یې شاهي ګارد لیدل کېږي. د نقاشۍ په څلورو کونجونو کي د مختلفو قومونو سپهسالاران لیدل کېږل چي جګړه رهبري کوي. د نقاشۍ د کیڼ اړخ په لاندې برخه کي بیا د مرهټیانو ماڼۍ تصویر سوې ده چي پکښي حتا د جنسي تېري تصویر کښل سوی دی. دا کار ممکن د پانيپت د جګړې د مشروعیت په موخه سوی وي.
