No-IMG

زموږښاغلي؛ مير مسجدي خان

 مير مسجدي خان کوهستانی د  کوهستاني (اوسني  پروان  کاپيسا) وو.

د لومړي افغان انګليس د جګړی د اتلانو څخه شمېرل کيږي او د همدی اتلولۍ له مخه ورته د غازي لقب ورکړل سو.

کله چي په کال ۱۸۴۲ع کي انګرېز استمارګر پر افغانانو يرغل وکړ، غازي مير مسجدي خان د نورو په ملګرتيا د نورو ملي مبارزينو په ګډون سره يو ځای سول، څو د انګريز انو په مقابل کي د ملي پاڅون ليکي نوري هم پياوړي کړي. چي په پای کي د خلکو د پاڅون او مشرانو د يوالي په برکت د انګريزانو يرغلګر ځواک دې ته اړ سول چي د ١٨٤٢ع کال د جنورۍ په ٦ مه نيټه کابل خوشي کړي او په ټيټي سترګو ووتل...!

مير حسن ثاقب [د مسجدي خان لمسی] د خپل نيکه په اړه ليکي:

"مسجدي خان د خواجه اسحاق زوي، د  خواجه عبدالله لمسي او خواجه خسرو لمسی دئ، چي د کابل په بګرام اولسوالۍ کي ښخ دئ، شجره ئې د پلار د خوا حضرت علي رض او د مور د خوا ابوبکر صديق رض ته رسېږي، دوی په شمال کي په [خواجه] ټپر مشهور دي".

د مير مسجدي خان په اړه روايت دئ چي کله مکناټن/انګرېز و نه توانید د جګړی په ډګر کي میر مسجدی خان او افغان ځواکونو ته ماته ورکړي نو د انګریزانو مشهور جاسوس  موهن_لال په هڅو د میر مسجدی خان د ناظر/خدمتګار محمدالله په لاس په يوه هندوانه کي چي په زهرو لړلې وه، د ۱۸۴۱ع کال د نومبر په ۲۷ نیټه شهيد کړ، وای کله چي د مسجدي خان به ناظر سر خلاص سو، دوی دوه سره په کوته کي ناست وه، هغه وخت چي مير مسجدي خان د مرګ شيبې شمارلې په ناظر په زرو هندوانه وخوړل او ناظر هم له ده سره يو ځای ومړ.

ويل کېږي موهن لال محمد الله ته په دې کار ۱۲۰۰۰کابلۍ روپۍ ورکړي وې.

د ده په نوم ستر دولتي مډال شتون لري او زياتره وخت ورڅخه په سياسي لوبو کي استفاده کيږي تر څو نړۍ وال زموږ د اتلوليو او کارنامو خبر سي. د تېر دولت مشرتابه ددې مډال ارزښت ته صدمه ورسوله او د افغانانو کورني او بهرني قاتلانو ته په عام شکل ورکول کېده چي يو پکښي د ناټو د ځانګړو عملیاتو قوماندان ته هم ورکړل سو.

د افغان انګليس جنګ د افغان اتلانو  غازي_عبدالله_خان_اڅکزي،  امين_الله_خا_لوګری،  ملا_مشک_عالم،  سردار_محمد_اکبر_خان  محمدشاه_خان_لغمانی،  سردار_سلطان_احمدخان،  محمد_شاه_خان_غلجی،  سردار_شمس‌_الدين_خان،  نايب_نواب_محمدزمان_خان،  محمدشاه_خان_بابکرخېل او ګڼو نورو په زحمت او قربانيو ګتل سوی دئ.

ـــــــــــــــــــــــــــ

Sahibzada  Mir_Masjidi_Khan (died 1841) is one of many celebrated Afghan resistance leaders from Afghanistan who opposed the British India during the First Anglo-Afghan War. He kept up a fierce struggle against the occupation forces in and around Kabul and Northern Afghanistan, until his death.

ـــــــــــــــــــــــــــ

میر مسجدی خان کوهستانی یکی از قهرمانان ملی افغانستان هنگام جنگ اول افغان-انگلیس (۱۸۳۹-۱۸۴۲م) است که با یاران همرزمش کمر قوای انگلیس را در مناطق کوهستان شکست. وی در سال ۱۸۴۱م یکی از مبارزان ملی و یک رهبر برجستهٔ آزادی خواهانِ افغان و مخالف مداخلهٔ‌ انگلیس ها و نصب شاه شجاع به عنوان امیر افغانستان بود. وی تا زمان مرگش (۲۷ نومبر ۱۸۴۱ع) همچون یک کوه استوار مقابل قوای اشغالگر ایستاد و شمال کابل را از شر تجاوزگران مصئون نگهداشت.

این افتخار تاریخی در اثر خود گذری، جانفشانی و رهبری مدبرانه مبارزین ملی چون میرمسجدی‌ خان و سایر سران جنبش آزادی خواهی مانند امين‌ الله خان لوگری، وزیر محمد اکبر خان، محمدشاه خان لغمانی، سردار سلطان احمدخان، عبدالله‌ خان اچکزی، محمد شاه خان غلجایی، سردار شمس‌ الدين خان، نايب نواب محمد زمان خان، محمدشاه خان بابکرخیل و دیگران به قیمت خون هزاران فرزند صدیق و وطندوست بدست آمده است.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک