No-IMG

د افغانستان لومړی بانګ نوټ

د ۱۹۲۵ع د مارچ ۱۸مه ماسپښين پر دوو بجو د حكومت د ادارو استازو، سوداګر، صنعتګر او بزګرو ته د کابل ګلخانه ماڼۍ کي شاه امان الله خلګو ته وويل:

"موږ او تاسي به نور د هندي روپيو/کلاه دارو سيکو پر ځای خپلي سيکې ولرو، وروسته له دې به تاسي خپلو سيکو ته د سپينو او طلاو په سيکو نه واياست بلکي افغانۍ به ئې يادوئ، او نه به ئې زړې او نوي سيکې يادوئ..."

 محمود_طرزي نظر ورکړ چي موږ بايد داسي سيکه ولرو چي په نړۍ کي زموږ اعتبار وښيي، دغه نظر د [کابلۍ روپۍ]پر ځای د [ افغانۍ]وو، چي  شاه_امان_الله ډېر ژر د جرمني څخه د مشين په پلورولو د افغانيو لومړۍ کاغذي نوټ چاپ او رسمي سو. يوه افغاني په سل [پوله] ووېشل سوه. يوازي د شلو افغانيو نوټ ته به ئې [امانۍ] ويلې. وروسته ۵، ۱۰ او د ۵۰ نوټونه هم ورسره چاپ او نوم ئې د امانۍ پر ځای افغانۍ سو.

د دې اعلان څخه درې کاله وړاندي يو [کاغذي نوټ] د [افغانۍ] په نوم چاپ سو چي د [دارالامان] ماڼۍ جوړونکو ته د مزدورۍ په توگه ورکړل سول.

په دې لومړي نوټ کي پر څلورو خواو په تورکي، هندي، پارسي او پښتو ژبو د پنځه(۵) توري ليکل سوی او پر يوه سيکه بيا [ير،اېک، يک او يو] ليکل سوی وو.

وروسته دولت پرېکړه وکړه چي:

د مسو جوړواحد به [پول]وي.

د سپينو زرو واحد به [افغانۍ] وي.

او د سرو زرو واحد به [اماني] نومېږي.

ياده دي وي چي په۱۸۹۱ع کال کي  امير_عبدالرحمن_خان وتوانېد چي خپله سيکه په رسمي ډول د افغانستان په ټولو برخو کي وچلوي/رواج کړي، دې اوسپنيزو روپيو ته به يې [کابلي روپيه] ويل.

 Afghan rupee:

The Afghan rupee was the currency of Afghanistan until 1925. Before 1891, silver rupees circulated with copper falus and gold mohur. The three metals had no fixed exchange rate between them, with different regions issuing their own coins.

In 1891, a new currency was introduced, based on the Kabuli rupee. The rupee was subdivided into 60 paisa, each of 10 dinar. Other denominations issued included the shahi of 5 paisa, the sanar of 10 paisa, the abbasi of 20 paisa, the qiran of 1⁄2 rupee and the tilla and later the amani, both of 10 rupee. The rupee was replaced in 1925 by the Afghani, which is the currency today, but continued to be in circulation until 1978

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک