No-IMG

کاروان سرای، رباط، پړاو

پخوا چي موټران نه وه، له يوه ښاره به بل ښار ته کاروانونه تلل، لار پر مزلونو وېشل سوې وه، کاروانونو چي به په يوه ورځ کي تر لمر لوېدو څومره لار وهل، هغه به يو مزل باله کېده، او پای به ئې کلا، پړاو، کاروان سرای او يا رباط باله.

مېلمستون/کاروانسرای/تمځای چي په يوه او اوږده لاره کي به پروت وو، يو ستر سرای به وو چي د اوسېدو ځای، طبيله [د حيواناتو د درولو ځای او خواړه] واړه بازارونه او د عبادت ځای لاره او ځينو کاروان سرايونو به تر زر تنه پوري کاريګر لرله.

افغان تاريخونو کي تر میلاد مخکي لومړۍ زریزې څخه ورها خوا داسي لاسوندونه سته چي بلخ د ورېښمو پر لرغونې لار د یوه مهم دمه ځای په توګه په زرګونه کاروان سرايه لرله.

د دغو رباطونو/کاروانسرایونو نخښې اوس هم د کابل کندهار او کندهار- هرات پر لویه لار سته، خو د زمانې په تبریدو سره نړېدلي او له منځه تللي دي. په افغانستان کي د ځینو دغو رباطونو نومونه اوس هم ژوندي دي لکه:

 رباط سنګي [هرات]

رباط [بولدک، کندهار]

 پړا [چمن] پښتونخوا

 هولان رباط [زابل]

رباط [دٌکۍ] پښتوخوا

پړاو[سره رود، ننګرهار]

رباط[د ښېرنې او انګور آډې تر منځ]

 او نور...

رباط عربي لفظ [اسم مکان] دئ چي د آسونو د تړلو ځای ته وايي، دلته هم تسميه د کل په اسم د جز شوی ده، ټول هغه کاروان سرایونو ته پدې رباط ويلی سو چي مساپر پکښي خپل آسونه وتړي.

رباط يې پخوا د يوي ورځي لاري ته هم ويل، پښتانه متل کا "يو رباط لاره مي ووهل...".

پنځه کاله وړاندي امريکايي جاسوسانو د ډرون الوتکو په مټ ددغسي عجايبو کاروان سرايونو جالب عکسونه ونيول چي دلته تاسي ته وړاندي کېږي، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ادعا کوي چي ددې کاروان سرایونو پر معلومولو باندي ئې دوه ميليون ډالر مصرف کړی او څېړنو ښوولې چي دغه کاروان سرايونه د ورېښمو د لاري سره اړه لري.

دا جهان د مساپرو یو رباط دئ

تله دي تله دي له دې ګرامه راسه-راسه 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک