د افغانستان تر ټولو ستره خزانه؛ باختر خزانه
د افغانستان تر ټولو ستره خزانه؛ باختر خزانهBactrian Gold
ارواښاد محمد_داود_خان له امير_شېرعلي_خان او شاه امان الله خان وروسته د افغانستان د حيثت لوړولو جدي او رښتني مشر ګڼل کېږي، هغه پخپله دوره کي د افغانستان د تاريخي برم د لوړولو د پاره يوه ډله فرانسويان او روسي لرغونپېژندونکي افغانستان ته راوبلل، په شمال ځانګړي ډول شبرغان ښار ته نږدې يوه غره څخه۲۰ زره او ۶۰۰بېلابېلي پارچې تر لاسه کړې، دغه اثار د افغانستان د تاريخي انجمن تر نظر لاندي روسی ارکیالوجسټ [ویکټر سریاندینی] په ډېره امانتداري ترڅېړني لاندي ونيولې چي ښکاره سوه يادي ټوټې او اثار د يوناني باختري دولت پوري اړه چي له نن څخه تقریباً ۲۴۰۰ کاله وړاندي یې په دې سیمه حکومت کاوه.
د داود د شهادت سره سم هر څه په ټپه ودرېدل او د روسانو د راتګ سره له پنځو وړو مجسمو يوه ورکه سوه چي ښايي د څلوېښتم روسي ګنډګ مشر به وړي وي.
د روسانو له وتلو وروسته ډاکټر نجیب الله د دې خزانې د چور او تالان د مخنیوي په خاطر خزانه له موزیم څخه د ملي بانک زېر زمینۍ ته انتقال کړه او د جرمني يوې کمپنۍ داسي قلفونه او دروازې ورته جوړې کړې چي پر يوه وخت بايد په اوو [۷] کليو خلاص سي، کلۍ بايد پر يوه وخت ټولي موجودي وې،[هر کلي بايد ورته لېوېدلای وای او ټولي اوه کیلۍ بايد په قلف کي دننه وای] ويل کېږي چي ډاکټر نجيب به پخپله د طلا هره ټوټه په پنبه کي وپېچله او د مرکزی بانک په [غوایي صندوق] کي یې کښېښوول.
په خلقي او پرچمي دولتونه کي اوازې وې چي تره کی او امين روسانو د همدې خزانې پر سر ووژل، خو دا خبره څېړنه غواړي.
کابل ته د مجاهدينو د راتګ سره چي هر څه ولوټل سوه خو دغه خزانه له همدې پېچلي تاکتيک څخه خوندي پاته سوه، ويل کېږي چي تاليبـان د خپل دولت په ورستيو کي خبر سول چي د باختر خزانه هيواد کي ده خو د ايستلو کوښښ ئې ونه کړ.
په ۲۰۰۳ع کال د يونسکو او افغان مورخينو په ګډه دغه خزانه دباندي راواستل سوه، دغه ستره خزانه ده چي مادي ارزښت یې هم ډېر دئ؛ خو کله چي پر فرهنګي میراث بحث کېږي؛ نو هلته بیا د مادي ارزښت موضوع نه مطرح کېږي؛ بلکي د معنوي، تاریخي او فرهنګي ارزښت موضوع راوړاندې کېږي. دې خزانه کي ۲۳۱ تاريخي اثار شامل دي چي د طلا تپې، فلول تپې، ای خانم، بګرام او زرګران تپې له لرغونو سيمو کشف سوي دي.
په ۲۰۰۶ کي د یو شمير هېوادونو او په ځانګړي ډول فرانسې په وړاندیز او د هغه مهال د کابینې په پرېکړه د دغي خزانې آثار او همدارنګه یو شمېر نور تاریخي او فرهنګی آثار په بهر کي نندارې ته وړاندي سول او د دغو نندارتونونو له درکه افغانستان میلیونونه ډالر ترلاسه کړل.
د نړۍ اقتصاد پوهان او د تاریخي آثارو کلکسیونران په اټکلي توګه ددې خزانې بيه سلګونه میلیارده ډالرو ټاکي او يوازي ئې د زرو او عتيقو وزن ۱۱کیلوګرامه دئ چي د تاریخ او کلتور له اړخه د افغانستان یو له معنوي ارزښتونو شمېرل کېږي.
هغه لوستي ځوانان چي د افغانستان د ۵۰۰۰ کلن تاریخ په ادعا ریشخند وهی، دا خزانه یې یو مهم مادي سند دی او موږ دغه ادعا له همدې رسمیت پیدا کړ. په بل عبارت دا خزانه د بودا تر مجسمو ډېر تاریخي ارزښت لري. ځکه چي په طبعي ډول د خرابېدلو چانس یې تقریباً صفر دی.
دغه خزانه په تېرو ۱۳ کلونو کي د نړۍ په ۱۳ هېوادونو کي په ۲۹ نندارتونونو کي نندارې ته وړاندي کړل سوه چي د هغې له نندارې څخه تر اوسه۳۵۰ مېلیونه افغانۍ عاید ترلاسه سوی دئ.
د نړۍ له پنځو غوره خزانو دغه خزانه د یونانیانو، چینایانو، مصریانو او نورو تمدنونو نښانونه (سمبولونه) لري او ټول ورته تږي دي.
افغان ليکوال ايمل جلال په دې ورستيو کي په خپله مقاله کي وليکل:
"که چېرې سوله راشي او په کابل کې دا خزانه نندارې ته وړاندې شي، یواځې او یواځې همدا موزیم کولای شي چې د سلګونو زرو بهرنیو سیلانیانو د راتګ زمینه برابره کړي".
په دې ورستيو کي چي هر څه شتمني د خپلو او پرديو لخوا ولوټل سول، په دې هيله چي دې خزانې ته به تاوان نوي رسېدل/رسېږي...!
Bactrian gold provides an elusive and fascinating look at the ancient culture of what is now Afghanistan. Tillya Tepe (translated literally as “Golden Hill”) is an archaeological site in the northern Afghan province of Jowzjan near Sheberghan. It is the place where the Bactrian gold was first excavated by the Russian archaeologist Viktor Sarianidi in 1978.
Sariandini and his Soviet-Afghan team unearthed 21,000 pieces of gold in six burial chambers containing five women and one man within Tillya Tepe, dated to around the 1st century BCE.
