د افغاني تاريخ جالبه څېره؛ د بخارا امير
د ۱۹۱۷ع انقلاب چي د اکتوبر په انقلاب سره مشهور دئ د دې لامل سو چي د بخارا امارت ړنګ اوبالاخر د شوروي اتحاد په رامنځته کېدو سره مرکزي آسيا د بلشويکيانو ترواک لاندي سي، د بخارا امير سيدمحمد عالم خان د بخارا امارت وروستی امير وو، چي امارت ئې د نادر افشارد امپراتورۍ په سقوط سره رامنځته سو.
د بخارا امير وروسته له هغه چي په خپله پخوانۍ باچاهۍ کي لالهانده ګرځېده، کابل ته په دولتي کچه وغوښتل سو، نوموړی له خپلي کورنۍ سره د ۱۳۰۰ل کال د ثور په ۱۵(۱۹۲۱ع)کابل ته راغلی او د کلای فتح په څلور لاري کي کور او بڼ ورکول سو، د هغه د خزانې زياته برخه ورکه سوې وه، روسانو د خزانې يوه د حرم سرای له يو شمېر شيانو سره د اورګاډۍ په واګونونو کي يوړول. يو شی چي ده د ډالۍ په توګه راوړی وو د قره قلۍ پسونو يوه رمه وه چي په نړۍ کي ډېر اعلي جنسيت دئ.
همدارنګه هغه له ځان سره يو صندخ د بخارا خاوره د يادګار په ډول راوړله، چي د هغه کور په څنګ کي ئې کوټه کړي چي پغمان کي امان الله خان ده ته ډالۍ کړی وو. دې کور کي د سپينو زرو دوې پايې ولاړي وي چي د بخارا دوه ښکلي بيرغونه چي بخاريي سبک خامکدوزي سوي وه، پوري تړلي او رپېدل.
کله چي د امير امان الله خان لخوا کابل کي پر ملي لباس بنديز ولګېد، دغه بې منطقه امر د کابل پر سړکونو دومره په سخت ډول تر سره کېده چي د بخارا باچا چي يو وخت د نړۍ له ابر قدرته کسانو څخه وو د پوليسو لخوا د پټکي پر سرکولو له امله جريمه سو.
ويل کېږي کله چي نوموړی افغانستان ته راننوت؛ چا ئې د ستايني شعر ووايه، خو ده د شعر په منّځ کي ورته وويل چي اوس د يو ګدا په څير ستاسي هيواد ته راغلم نه امير او نه پاچا يم، هيله ده زما په ستاينه کي شعر ونه واياست!
حبيب الله کلکاني د ديني تبلغياتو د قوي کولو د پاره سيد عالم شاه سره تاوده مناسبات پالل او اټکل هر مجلس ته ئې ازاد او غير رسمي راغوښت.
امير بيا بخارا ته سر نه کړ ښکاره او ۲۳کاله د افغانانو مېلمه وو چي په ۱۹۴۴ع کال ومړ او شهدای صالحين هديره کي خاورو ته وسپارل سو.
کله چي په ۱۹۹۲ع کال کي ازبکستان خپلواکي واخيستل، د هغه وخت اولسمشر [اسلام کريموف]د شاه عالم زامن وغوښتل خو هغوی له تلو نټه وکړله، ادعا ده چي اوس هم د ازبکستان دولت غواړي چي د شاه عالم مړی بخارا ته يوسي خو د اولاد ئې نه ده خوښه.
د امير عالم لور [شکريه رعد] د افغانستان راډيو کي تر روسي يرغل پوري ويانده وه او وروسته پاکستان، المان او بيا امريکا ته کډه سوه. په ۱۹۸۲ع کال کي ئې امريکا ږغ دري څانګه کي د خبرونو ويلو دنده لرله.
امير محمد عالم خان د مغولي واكمنۍ وروستې امير وو، كه څه هم بخارا د تزاري روسيې تر واك لاندي وه، خو دې امير وكولاى سول، چي له ۱۹۱۱-۱۹۲۰ع پوري خپل امارت پدې ښار كي نه يوازي وساتي، بلكي خپله خپلواكي هم ترلاسه كړي.
سرچينې: اور افغانستان کي، د بهرنيو اړيکو تاريخچه.
