د وسلو پر قاچاق تر هر چا ډېر طالب ځوانان دردېدلي
دا چې د وسلو په قاچاق تر هر چا ډېر طالب ځوانان دردېدلي
غبرګون یې هم تر نورو ډېر تېز دی، علت یې دا دی چې دوی ته د خپلو ملګرو هغه نازک او خواږه بدنونه سترګو ته کېږي کوم چې د دې خاورې په سر نذرانه شول.
هر چا ته خپل زوی، ورور... خوږ دی جوړه یې نه ویني.
خو قسم دی داسې ځوانۍ خاورې شوې چې بل ملک کې وی خالي په خپل ښکلي صورت به یې میلیونونه دالر ګټل.
داسې ځوانان مو خاورې شول چې د الماسو غمي یې تر مخ پیکه کېدل.
داسې ځوانان که دې سپوږمۍ سره درولي وي پر وړاندې یې تیاره کېده.
بې حسابه بې کتابه قرباني دې ملت د همدې وطن او د دې وطن شتمنیو په سر ورکړې.
هېڅ ملت به دومره لویه قرباني نوي ورکړې، د قربانیو لړۍ مو له ۴۰ کلونو واوښته.
متاسفانه چې له هرې بریا وروسته مو خپل ماضي هېر کړی.
خپلو قربانیو پاس مو ندی کړی، هغه بدې ورځې مو سترګو ته ندی درولي.
رب دې دا ځل داسې نکوي چې د تېر شل کلن دور قرباني هېره کړو
هغه دنګ یوسف مخي هېر کړو چې خپل رب سره یې سودا زمونږ په سر وکړه، د دوی هم ژوند خوښېده، اولاد یې خوښېده، راحت یې خوښېده خو پوه وو چې د رب لخوا مکلف یم.
او قرباني یې په همدې امېد ورکړه چې دین او وطن مې ورور ته سپارم.
ورور یې باید د هغې له وینو سره خیانت ونکړي.
که مو وکړ قسم که بیا په عمر را پورته شو، قارون په شان به ټول ملت غرقېږو.
آخر کې مننه کوم له طالب ځوانانو چې بیدار دی او په وطن یې زړه درد کوي.
