د بګرام او ابوغریب زندانونه د غربیانو د تمدن او بشردوستۍ بېلګه
د بګرام او ابوغریب زندانونه د غربیانو د تمدن او بشردوستۍ یوه وړه بېلګه ده.
دا ا:و دې ته ورته دوی نور زندانونه هم درلودل، کوم چې هغه کې آزادي خواه په دین او وطن مین خلک شکنجه کېدل.
د یرغلګرو تر څنګ د هغوی نامرد او بې ایمانه غلامان یې ډېر ظالم او خدای ناترسه خلک وو.
داسې ظلمونه یې وکړل چې قلم یې له لیکلو عاجز دی.
ذهن یې منلو ته آماده ندی.
د داسې وحشي زندانونو ماتېدل د هغې شهیدانو د وینو برکت دی کوم چې په دې لار کې نذرانه شول.
که د شهیدانو وینو سره د دې خاورې مشران خیانت کوي قسم د دنیا او آخرت ذلت به یې په برخه کیږی لکه د روسانو پر وړاندې بعضې جهادي مشران چې رب ذلیل کړل.
که یې مونږ قدر نکوو رب به مونږ هم ذلیل کوي.
د پاکو سپېڅلو شهیدانو پر مونږ د دوی لوی پور دی چې مونږ یې کله هم نشو پوره کولي.
خالي دا ویلی شو چې ربه چا چې هم خاص ستا د رضا لپاره ځان نذرانه کړ ته یې په اعلی جنتونو او نعمتونو ونازوه.
د دوی په برکت دا وطن نور له هر شر او آفت په امان لره.
بیا یې له منحوسو قدمونو څخه په امان کې لره.
هغه چا کې به ذره اېمان شته وي چې د خپلو ورونو قاتلینو سره خنداګانې کوي او په کمپونو کې ور سره ناڅي؟
هرګز چې داسې کسان له اېمان او اسلام سره بېګانه دی.
