په دې اقرار ونکړو چې وخت یې رسېدلی چې خپلو ګناوو ته شا کړو
غل نیمه شپه په دیوار پورته شو، غوښتل یې چې کور ته ور واوړي.
ګوري چې یو کس په لمانخه ولاړ دی، او د قرآن شریف دا آیت تلاوت کوي.
أَلَمْ يَأْنِ لِلَّذِينَ آمَنُوا أَنْ تَخْشَعَ قُلُوبُهُمْ لِذِكْرِ اللَّهِ .
د دې آیت اورېدلو د غله په ژوند کې انقلاب راوړ.
ځان سره یې وویل هو زما ربه واقعا چې وخت یې رسېدلی.
غله د نصوح توبه وکړه، غل د خپل دور لوی او مشهور قاضي شو.
دا کس د بغداد مشهور قاضي او ذاهد (فضیل بن عیاض) وو.
آیا مونږ هم د فضیل نقش په قدم
په دې اقرار ونکړو چې وخت یې رسېدلی چې خپلو ګناوو ته شا کړو ؟
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
