No-IMG

د ملګري ملتونو مرستې که ولې حکومت ته نه سپارل کيږي؟

ملګری ملتونو ویلی تر اوسه مو دوه میلیارده دالر مرسته کړې.

معنی پنځو میاشتو کې یې دومره مرسته کړې.

مونږ خو داسې بنیادي څه نه وینو بې له یو څو کڅوړو اوړو، یو څه نقدی مرستې....

کله چې دا مرستې د انجوګانو لخوا لګول کیږي ستونزه یې همدا ده چې د دې یوه برخه د دفتر په چارو، مامورینو،  موټرو، کرایو لګول کیږي، یوه برخه یې خلکو ته مرسته کیږي چې هغه هم لار کې خور و بُرد کیږي.

دا مرستې که راساً حکومت ته وسپارل شي او هغوی یې په بنیادو چارو ولګوي، یو کارو بار خلکو ته جوړ کړي.

نو هم به وطن ته یو څه شوي وي هم به خلک د کار او روزګار څښتن شوي وي او دا به موقتي نوي.

که دا هم نه مني همدا مرستې چې دولت وویشي نو لګښت به یې کم شي.

ځکه دولت د خوراکي اشیاوو ذخیرې ته ډېر ځای لري.

دولتي موټر او بشري قوه هم پرېمانه لري چې ویې کاروي.

مرستندویه دولتونه او ارګانونه دې خالي نظارت پرې وکړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک