نن سبا غربیان په خپل لاس جوړ شويو قوانینو سره لاس او ګرېوان دی
ښځو ته یې دومره آزادي ورکړه، د دوی لیلامولو ته یې داسې پلمې جوړې کړې، چې اوس دوی یې بد عواقب نشی مهارولی.
ډېري ښځې یې د اولاد راوړلو ته ندی لېوال.
ګواکي اندام مې خرابیږي، یا یې د لویولو توان او قدرت نلرم.
هلته ژوند داسې عیار شوی چې ښځه او خاوند هر یو جلا جلا خپله خرچه خپله کوي.
د اولاد روزنه ساتنه د دواړو مشترک کار دی، دا چې دواړه کار ته وځي اولاد ډیری وخت وړکتون یا هم ښوونځیو کې تېروي.
نو هغه چې اولاد وغواړي هم نشی کولای ډېر بچیان لوی کړي.
دا باعث شوې چې غربي ملکونه د بشري قوي کمښت سره مخ شي.
مجبور دی چې مهاجر ومني، خپل کارونه په هغوی سمبال کړي تر یوه حده.
دا مشت نمونه خروار خبره ده، نور هم داسې مثالونه شته.
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
