مونږ حق نلرو چې اسلامي امارت ورونو ته مشوره ورکړو یا نیوکه!!
که څه هم مونږ حق نلرو چې اسلامي امارت ورونو ته مشوره ورکړو یا نیوکه
ځکه کله هم چې نیوکه یا مشوره ولیکو پر مخ مو زمونږ سیاسي تړاو را موښل کيږي.
یا د مشر نوم په بې نزاکتۍ راته اخلي یا هم د حزب اسلامي افغانستان....
که څه هم سل ځله به مو وضاحت ورکړی وي چې دا زما فردي نظر دی.
د دې ملک یو وګړی یم حق لرم چې یو څه ووایم خو وایی نه خوله دې بنده کړه.
یو ځل بیا هم یوه ګستاخي معاف
وروره ستا د شلو کلونو قربانۍ ته چې ګورم او ستا بعضو اعمالو ته نو سمه غصه راشی.
انډیواله تاته مسوولیت درکول کيږي ستا باید رنګ وتښتي چې تر بار به یې ووتلی شم کنه.
ته باید رب ته ژړاوې وکړې، خو ګورم له خندا شین وې ملګري دې ګلونه در په غاړه کوي.
ورور مې جار شم داسې ملګرو ته ووایه چې خیریت خو دی؟
څه واده مې کړی چې ګلان را غاړې کوې؟
ماته خو د ۳۵ میلیونه مسلمانانو یو مسوولیت را وسپارل شو، زما خو ساه بنده ده چې څه به کوم ته ګلونه را غاړې کوې.
وروره که غواړې چې خطا نشې خپل کار کې د خپل شهید ورور یا ملګرۍ انځور دې په مېز ولګوه تر څو له هغې حیا درشی او خپل کار کې سستي ونکړې.
