د مسعود د قبر تر بې حرمتۍ پورې
په ډېرو موضوعګانو لیکل نوي ضرور، نو ځکه ترې تېرېږم.
دا څو ورځې د مرحوم احمدشاه مسعود د قبر د بې حرمتۍ قصه روانه ده.
دا موضوع مې هم له نظره غورځولې وبلله، خو ګورم چې ډېرو قومي رنګ ورکړی.
لومړی خو اتڼ د مقبرې محوطې کې ندی شوي.
دوهم هغوی چې پرې غصه دی، ستاسو دا احترام او قدر هغه وخت چېرته وو چې مشرانو مو اشغالګر ور وستل او د قبر د پاسه یې درول.
هغې ته خو به مو مراسم نیولي وو، ډوډۍ مو ورکوله.
هغه وخت مو ننګ او غیرت چېرته وو چې رقاصې په کې نڅېدلې.
ستونزه په اټن کونکو کې نه بلکې هغو کې ده چې له دې یوې وړې خوښۍ څخه د خپل تعصب زهر لپاره مواد چمتو کوي.
تاسې باید خوښ ووسي چې ستاسو کلي او کور کې وسله په لاس کسان تاسې ته خوښي در بښي اتڼ درته کوي.
ستا وسله په لاس کسانو چې څه کول دا پرون تېر شول.
کاش تا دا شل کاله زما مسجد کې قرصک کړی وي.
خو د پردي په ټوپک دې نوی وژلي، ولې زه دې هډ نوم؟
زما د کلیمې ورور نوې؟
