No-IMG

کلونه وروسته به نړۍ غرب کې د نادرو تحولونو شاهده ووسي

غرب پخوا کاریګر طبقه په کار وه، مسلکې برخه کې خپله غني وو یا یې ګذاره کېده.

له نورو وطنونو که مسلکي کس هم ورتلو هلته کار یې عادی مزدوري وه.

خو نن سبا د مسلکي تشې سره مخ دی، هره برخه کې مسلکي کسانو ته اړتیا لري.

د مسلکي کسانو ورتلو لپاره یې پلمې جوړې کړي، ډېرې قانوني لارې ورته مساعد کړي.

د هغې څخه یوه پلمه یې د تحصیل ادامه ده چې ډیری په دې پلمه تللي کسان هلته تحصیل نکوي بلکې کار کوي.

د ناټو له اعضاوو پرته ملکونو کې کومې جګړې چې غرب جوړوي د خپلو وسلو پلورلو تر څنګ یو علت یې د هغې سیمې د خلکو له خپل هېواد څخه فراري کول او خپل قوه کار پرې پوره کول دی.

دا تشه ولې را منځ ته شوې؟

۱. غربي ناوړه فرهنګ: ښځه خپل مصرف په غاړه لري او نارینه خپل.

دواړه په کار دومره مصروف وي چې د اولاد پالنه او روزنه یو ناممکن کار ورته برېښي.

لومړی خو ډیري ښځې نغواړي اولاد ولري، د بدن ښایست د منځه وړو باعث یې ګني.

کوم چې راوړي یې نو یو یا دوه د هغې روزنه کې هم پاتې راغلي وي.

ښوونځي یې داسې عیار شوی چې د مور او پلار له وظیفې تګ سره شروع، راتلو سره یې رخصت کیږي.

دا اولاد اکثر د مور او پلار له مینې محروم دی، ډیری یې حتی د مور له پیو هم محروم دی.

ښوونځي یې حوصله ختمه کړي، لوړو زده کړو ته یې ډېره ډډه نه لګیږي.

بل علت یې د همجنس بازۍ ناوړه پدیده ده کوم چې د نسل تسلسل کې یو لوی خنډ دی.

کلونه وروسته به نړۍ غرب کې د نادرو تحولونو شاهده ووسي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک