د کابل سرکونو څنګو ته ویالۍ جوړې شوې
ډېري ځایونو کې د قیر سرک او د ویالې تر ژۍ نیم متر تر شپېتو یا اویا سانتي پورې ځای پاتې شو.
چې د موټرو عبور سره به له دغې ځایه دوړه پورته شوه.
هم یې قیر سرک دوړن کولو او هم یې فضا ته ضرر رسولو.
د کابل ښاروالۍ دې ته ور پام شوی، لګیا دی د قیر سرک دواړې خواوې پورانه کوي، یعنې سرک د ویالۍ تر ژۍ ټول قیر نیسي.
دوهم: لوی سرکونو لکه د کوټه سنګی څخه د دهمزنګ په لور، د دې منځ کې به لوی لوی سیمټي موانع اېښودل شوې وې تر څو چپه او راسته برخه سره بېله کړي.
هم بدې ښکارېدې، هم منظم نوې، هم یې د کلونو دوړې نېولې وې چې سرک یې سخت بدرنګ کړی وو.
ښاروالۍ دا رنګه موانع لرې پر ځای یې نرې مانع په ښکلي ډېزان جوړه کړه. دا انتقالي موانع نه دی سرک منځ کې ونښلول شوې.
دریم: د ادې غزني تر کوټه سنګي مسیر کې د دوو سرکونو تر منځ شنه ساحه چې ونې لري ځمکه یې له امبار خاورو ډکه وه.
ښاروالۍ لګیا ده پټې په کې جوړوي اضافه خاوره یې انتقالوي.
نړۍ مننه له ښاروال او کاري ټیم څخه یې
زنده باد
