No-IMG

د الله جل جلاله شناخت یا پېژندنه

زمونږ برداشت دا دی چې د الله جل جلاله شناخت دا دی چې ووایې وحده لا شریک له، یا دا چې دا دا یې ذاتي صفات دی او دا یې فعلي.

خو زما په اند بهترین شناخت د خالق دا دی چې ته یې مخلوق وپېژنې.

یعنې له خلقت څخه ته خالق وپېژنې.

مونږ چې قرآن ته رجوع وکړو وینو، کله چې په لومړي ځل وحې په سرور کاینات صلی الله وسلم نازلیږي په لومړي وار ورته وایي چې ولوله د هغه ذات په نامه چې هستي یې خلق کړه ور پسې ورته وایي: هغه ذات چې انسان یې له یوې ټوټې وینې څخه پیدا کړ.

دلته وینو چې الله جل جلاله خپل وحدانیت، الهویت نه ور ته تعریفوي بلکې شروع له خلقت د هستۍ ور پسې د خپله انسان خلقت ته یې متوجه کوي.

دې ته ورته بار بار قرآن کې مونږ داسې آیتونو سره سر خورو کوم چې رب غواړي بنده یې هغه د الهي قدرت، خلقت په رڼا کې وپېژني.

او د یوه رېښتني اېمان لپاره په کار هم دا ده چې ستا پیدایشي باور په یقین بدل شي.

خپله دا درک کړې چې دا هستي خالق لري، دا مخلوق خود پیدا نه دی.

بل ځای قرآن کې لولو (سَنُرِيهِمْ آيَاتِنَا فِي الْآفَاقِ وَفِي أَنْفُسِهِمْ حَتَّىٰ يَتَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُ الْحَقُّ).

الله جل جلاله وایي چې مونږ په آفاق او ستاسو په ځان کې خپل آیات ښکاره کوو تر څو تاسو ته حق څرګند شي.

دلته الله جل جلاله انسان دې ته دعوتوي چې په لمر، سپوږمۍ، ستورو،  آسمان هر څه کې سوچ او مطالعه وکړي.

او یا هم د خپل وجود اناتومي تر مطالعې ونیسي.

په دې عظیم خلقت کوم چې آفاق کې قرار لري یا هم زما او ستا په بدن کې سوچ وکړي تر څوک په خالق یې یقین پوخ او شناخت یې له نقل څخه عقلي شی.

بل ځای انسان حیوان پېژندنې ته تشویقوي،  ورته وایي هغې کې سوچ وکړه او زما خلقت په کې مطالعه کړه تر څو درته ثابته شي چې دا عظیم خلقت خالق لري او بېشکه دا خالق شریک او مانند نه لري.

قرآن وایي:  أَفَلَا يَنْظُرُونَ إِلَى الْإِبِلِ كَيْفَ خُلِقَتْ

ته د اوښ جوړښت ته نه ګورې چې څنګه مو خلق کړی.

په کوم شکل او په کوم جوړښت چې له نورو یې جلا کړی دی.

متعاقب ور پسې  آسمان، غرونو او ځمکې ته اشاره کوي.

تا جیولوجي ته تشویقوي تر څو ته یې خالق وپېژنې.

او تر څنګ یې خپل ژوند کې ترې عظیمه ګټه پورته کړې ځکه دا هر څه رب ستا لپاره پیدا کړی.

مونږ کفري نړۍ کې ډېري نجومیان او داکتران وینو چې مسلمانیږي.

دا د هغې علم برکت دې کوم چې د دوی یقین ترې پخیږي چې دا خلقت یو خالق لري.

او دا بهترین شناخت دی له رب څخه

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک