No-IMG

د الحاد مبلغین په ډېر مهارت لومړی قوميت نغمه غږوي او بيا د ملا او مدرسې خلاف غږ پورته کوي

زه خپله مل.حدین او د ال.حاد مبلغین نه تعقیبوم او نه ور سره ښکېل یم.

ځکه دومره علم زه نلرم چې د دوی د فتنې تقابل وکړم.

نو ښه ده له شر یې په امان ووسم.

راځم اصلي هدف ته، د الحاد مبلغین په ډېر مهارت لومړی یو سُر نیسي ور پسې بیا خپل اصلي هدف ته راځي.

مثلاً: شفیع عیار لومړیو کې د قومیت نغمه غږوله، بیا یې د م.لا او م.درسې خلاف غږ پورته کړ.

کله یې چې ځان مشهور او خلک په ځان را مات کړل.

د چکچکو لپاره یې خلک پیدا کړل سوکه یې په قرآن، پیغمبر او رب نیوکې او مسخرې شروع کړې.

عین قصه د برمل، اجمل ستانکزی او نورو ده.

جالبه خو دا ده چې په دې هر یوه یې د خپل قوم خلک را ټول دی.

اکثریت تعقیب کونکي یې مسلمانان دی، چټیاتو ته یې غوږ نیسي او بعضې له جهالته سر هم ور سره خوځوي.

دښمن څومره په هوښیارۍ زمونږ له غفلت ګټه پورته کوي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک