No-IMG

افغانانو په کوم حالت کې چې را ګیر یاست یو علت یې ستاسو نا شکري ده

افغانانو په کوم حالت کې چې را ګیر یاست یو علت یې ستاسو نا شکري ده.

هوایي دهلېز مو په تمسخر نیولي وو کله چې جلغوزې مو چین ته له پاکستانه ولاړې بیا مو چیغې وهلې چې وااااای هوایي دهلېزه چېرته یې.

کله چې م.لا ورور بیا احیأ کړ هغه هم په تمسخر ونیول شو.

اوس خبر دی چې ۶۵ زره تنه به بهر ته د کاریګر په حیث ولېږل شي.

ګورو چې دا هم په مسخرو نیول شوي، ګواکې له نورو ملکونو ساینس دانان ځي زمونږ له ملکه کاریګر.

وه مسلمانه داسې حالت سره مخ یې وطندار دې د ورځې سل افغانۍ ته لس ملاقه وهي.

همدې کاریګرۍ ته افغانان څه څه ذلتونه نه تېروي؟

پاکستان ته ځي هغوی یې لس رقمه لوڅوي، تر څو پاسپورت ورته جوړ او ویزه ورته ولګوي.

اوس چې آسوده په خپل افغاني هویت د دولت په حمایت او څارنه مسوول به ځي غریبي به کوي ته پرې مسخرې کوې؟

هغه متل دی په مړه ګېډه فارسي وایې.

ستا خو کار جوړ دی نو د وږي له حاله څه خبر یې.

دا وړه خبره نه ده، اصل کې د ۶۵ زره کورنیو د خیټې غم خوړل کیږي.

په دې لوړ تعداد بوج د دولت او ملت له اوږو ښکته کیږي.

له بهره په دې اندازه پیسې داخل ته راوړل کیږي مجموع کې ملک ته یې هم ګټه رسیږي.

د خدای ومني هر څه کې منفي بافي مکوی.

زنده باد،  هر چا چې دې کې کوښښ کړی وي لاسونه یې د ښکولول دی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک