له موضوع څخه تېښته
په لیکوالۍ کې له موضوع څخه تېښته دې ته وايي چې یو څوک پر یوه موضوع نه پوهېږي ، نو دی د هغې موضوع پر ځای دویمه یا درېیمه موضوع تشریح کوي یا قرینه جوړوي؛ اصلي موضوع له یوې بلې موضوع سره تړي، د هغې پر توضیح او تشریح پیل کوي، غواړي په دې ډول تا ته بې ربطه او بې ضرورته معلومات وړاندې کړي، د وخت د ضایع سبب شي او له اصلي موضوع څخه د خلکو پام بلې خوا ته واړوي.
دا ډول خلک او کرايي لیکوال اوس زموږ په ټولنه کې کم نه دي ، هره حقوقي ، ټولنیزه او قانوني موضوع به یوې بلې موضوع پورې تړي او په یو نه یو ډول به غواړي اصلي موضوع کږه کړي. د ساري په توګه: په ښار کې به یو سړی په داسې شکل ولاړ وي ، چې له اخلاقي پلوه سم نه برېښي ، نو چې ته ورته ووایې دلته ودرېدل دې مناسب نه دي ، نو د کاږه منطق خاوندان به درته ووايي چې نه ته د ده ودرېدل څه کوې؟ ته که دومره تکړه یې لاړ شه د ښار سړکونه جوړ کړه ، نرخونه کنترول کړه ، انفجار او انتحار ختم کړه ، دا وکړه او دا وکړه. په دې ډول به موضوع بلې خوا ته بوځي.
د پښتو ژبې د قانوني حقوقو په باب هم د یو شمېر لامنطقه کرايي لیکوالو نظر همدا ډول دی؛ کله چې ته پر پښتو ژبې د کېدونکې ظلم خبره مطرح کړې ، نو دوی یو دم دا خبره په نورو خبرو پورې وتړي : او بابا هېواد په څه حالت کې دی دلته انفجار دی ، هلته انتحار دی، لوږه ده ، قحطي ده ، قېمتي ده، د وینو سېلاب بهېږي ، اول د هغو غم وخورئ بیا راځئ د پښتو ژبې غم ته. په لسګونو نورې سختې او لانجمنې موضوعګانې، چې حل یې لنډمهال کې ناشونی برېښي ، هغه به ټولې د پښتو ژبې په حقه حقوقو پورې وتړي . د دې لپاره چې ځان ډېر ملي او د ملي وحدت خواخوږی وښيي ، نو پر نورو پښتو پالو بیا د ژبې د دکاندارۍ تورونه پورې کړي ، تر دې حده دا کلمې تکرار کړي چې فکر کوې کلونه کلونه یې خپله هر ډول دکانداري کړې وي او په هټیوالۍ کې پخه تجربه ولري.د دوی منطق دا دی چې که په پښتو ژبه مکتوب ولیکل شو، هغه هم د ننګرهار او ارزګان په شان پښتون مېشتو ولایتونو ته ، نو دنیا ورانه شوه ، ملي وحدت تباه شو، انفجار او انتحار زیات شو ، قحطي او قېمتي اسمان ته پورته شوه.
او د لامنطفه دلیل لارویانو ! دا اوس چې له ارګه را نیولې بیا تر واړه ملازمته پورې یو مکتوب هم په پښتو ژبه نه لیکل کېږي اوس ولې له وطن څخه نه چمن جوړ شو او نه ګلشن؟ دې ښاغلو ته باید دا هم وویل شي چې هر سړی پیدا دی خپل خپل کار لره کنه. د ټولو مسایل حل او په هېواد کې د هر اړخیز ثبات او سمون راوستل د لیکوالو ، په تېره بیا د پښتو پالو لیکوالو کار نه دی او نه یې په وس پوره دی ، دا د دولتي چارواکو او سیاستوالو کار دی. که دا کار هم لیکوالو ته محول کړو ، نو بیا خو دا کار د پښتو ژبې د قانوني حق او پرمختګ مخالفینو او نورو پلمه جوړوونکو کرايي لیکوالو ته هم راجع کېږي ، چې تاسې هم مهرباني وکړئ اول لاړ شئ هېواد کې سوله، امن او سوکالي راولئ او تر هغه وروسته راځئ بیا پر ژبنیو مسایلو بحث ته سره کېنو. دلته خو پښتو هم د جنګ په شرایطو کې له خپل حقه محرومه ده او هم د امن په حالاتو کې او هر کله چې چا د دې مظلومیت چغه پورته کړه ، نو بیا یې د مخنیوي لپاره دوه سوه پلمې او نامعقول توجیهات رامنځته شي. هغه هم په خپله د پښتنو چارواکو او د هغو د مارواکو اجیرانو له خوا.
نو د هېواد ځوان او شعوري نسله ! که غواړې خپله ژبه دې تر دې زیاته محرومه او مظلومه نه شي ، د دې ډول حالاتو او د هغو د عاملینو پر وړاندې ټینګه او هوډمنه مبارزه په کار ده. تر څو چې ځانساتي ، مضراحتیاط کاري او پښتو ضد پښتانه او د هغوی د ناقانونه عملونو توجیه کوونکي کرایي غوړه مالان د واک پر ګدۍ ناست وي ، نو دا حالات به همداسې روان وي او که لږ مو له اخلاقي او ملي جرات څخه کار واخیست ، نو بیا به نه دا ځانساتي چارواکي وي او نه دا ځانساتي غوړه مالان. د ا د هېچا زامن نه دي دا یوازې د وخت زامن دي او بس.
