No-IMG

سپین سترګي هم یو حد لري!!

پخوا یو متل و چې پلانی دومر سپین سترګی دی چې کالیو سره دې په سترګو کې راننوزي . موږ ته به دا خبره ناشونې ښکاره کېدله ، خو اوس چې د یو شمېر سیاستوالو ، وطن پلورو او پردیپالو چالاکۍ او سپین سترګۍ ته ګورو پر پخواني متل شکر کاږو ؛ اوس داسې سپینسترګي پیدا شوي چې جامې خو څه کړې ، له خپلې ټولې غلامۍ ، دوسۍ ، بې ضمیرۍ ، وطن پلورنې ، تیږپلورنې ، غر پلورنې او تن پلورنې سره دې په سترګو کې راننوزي. تر ټولو بده یې لا دا ده چې د خپلې ګناه او خطا مسولیت هم پر مقابل طرف حواله کوي.

کارمل روسان راوستل ، امین یې پرې و واژه ، د اسلام د کلمې پر ځای یې د افغان شوروي د دوستۍ کلمه زمزمه کوله او دا یې یوازې خپل ویاړ ګاڼه ، خو کله چې د ملیونونو افغانانو په قربانۍ د روسانو ماتې یقیني شوه ، نو ده بیا ملامتي پر امین بار کړله ؛ چې دا خو امین راوستي وو، او ظالمه د خدای ! امین پرې ځان واژه چې راوستي یې وو ؟! د روسانو راتګ د امین په مرګ او د کارمل د واک سبب شول ، خو تر ننه یې امین د رابللو له توره خلاص نه دی. کله چې روسانو د کارمل د لرې کولو پرېکړه وکړه او ډاکټر نجیب یې پر ځای غوره وګاڼه ، نو کارمل د کابل پر خلکو غږ وکړ چې :((بر خیزید که ازادی تان در خطر است ، استقلال تانرا حفظ نماید..))

د جهاد په بهیر کې بیا د جهاد زیات بار اسلامي حزب او نور و اکثریت پښتنو جهادي تنظیمونو اوچت کړ ، جمعیت له روسانو سره د پټو پروتوکولونو او اوربند لاره ونیوه ، خو کله چې د جهادي ډلو د حکومت خبره مطرح شوه ، په پنډۍ کې د پاکستان استخباراتو د حکمیتار پر ځای رباني د خپلو ستراتيژکو ګټو لپاره غوره وباله. واک رباني او مسعود ته انتقال شو ، خو د پاکستان پالنې پېغور حکمتیار ته پاتې شو. په داسې حال کې چې حکمتیار ، رباني او مسعود د داودخان د مشروع نظام پر مهال پاکستان ته تللي وو، د نصیرالله بابر په وینا چې د احمدشاه مسعود او حکمتیار تر منځ هغه وخت اختلاف پیدا شو ، چې مسعود له موږه و غوښتل چې میاشتینی معاش یې باید پنځوس کلدارې ور زیات کړو ، چې له حکمتیار سره برابر شي. د رباني په نامه په ارباب روډ کې یوه کوڅه هم نومول شوې چې اوس هم شته ، د مسعود په نوم خو لا اوس هم په اسلام اباد کې بل مهم ځای نومول کېږي ، د پلار مقبره یې د پاکستان تر کنترول لاندې د پښتنو لوی ښار ؛ پښېور کې ده. رباني د خپل نیمواکه واکمنۍ په پیل کې د د( ای ایس ای )مشر ( جنرال حمیدګل)  ته بلنه ورکړه چې د افغانستان د پوځ په جوړونه ! کې د دې ستر سلاکار شي ، خو بیا هم په رسنیو کې رباني او مسعود سپینې کوترې دي او له حکمتیار څخه یې تور کارغه جوړ کړی دی. دا خبرې د حکمتیار د تبریې لپاره نه دي او نه زه د هغه له سیاسي تکلارې سره څه لېوالتیا لرم ، خبره د واقعي پرتلنې ده چې د یوه لوښي یاران څنګه پر ددو متضادو نومونو و نومول شي!؟یو د کابل قصاب ! او بل د هېواد د اتل په تصنعي نومونو یاد شي. په جهادیانو او نا جهادیانو کې داسې نر څوک شته چې د دولتي سټېچ پر سر د دغو دواړو په باب منصفانه او عادلانه قضاوت وکړي؟؟

طالبان راغلل روس پلوه یې د روسیې پر لور ، ایران پلوه یې د ایران او نور یې پر نورو لوریو وځغلول ، د مسعود او د هغه د ډلې سر له کولابه رابهر شو ، د روسي عسکرو تر عینکو لاندې یې بیا کار پیل کړ ، هر کال روسانو تر پنځوس ملیونو ډالرو زیات ورکول ، له ایران ، هندوستان ، فرانسې او نورو ځایونو هم ورته پیسې او وسلې راتللې ، خو بیا هم دوی مجاهدین !! وو او د پردیو د یرغل مخالف.له روسانو سره یې په ګډه د طالبانو پر ضد جهاد ! کاوه او اعظم مفتي سیاف هم د دې جهاد ! برخوال و.

روس ملاتړي جهادي تنظیمونه د مرګ پر کندې ولاړ وو ، چې د بخت بېډۍ یې میره شوه ، د امریکا د غرور برجونه ونړېدل ، امریکایانو په دوو میاشتو کې په شنه زور د طالبانو رژیم ختم کړ ، امریکا له هوا څخه درانه بمونه اورول ، خو مشر مجاهد ! استاد رباني به ورته ویل چې ((نور هم غت غت واچوئ دا واله دي تاثر نه کوي )). سیاف هم تر شرعي ږیرې لاندې د اسلامي شرعیت د تطبیق ! دا ننداره کوله ، د (سي ای اې )د مامور له خوا د ورکړل شویو ډالره اندازه یې د خپل شرعي حق په تله کې تلله او پر شونډو نرۍ موسکا تېروله.امریکانو کابل د ناره تکبیر ! په انګازو فتح کړ ، یو لښکر مجاهدین د بي دوه پنځوس تر وزرونو لاندې کابل ته داخل شول، د جهاد او مقاومت انګازې او د ډیموکراسې ترانې سر شوې ، هر چا ځان څخه مومن خان جوړ کړ ، زړې او خیرنې ږیرې یا رنګ شوې او یا هم لنډې او بونډۍ شوې ، پخوانیو اصلي مجاهدینو ته د پېغور تمبې اړم شوې ، د اسلامي حزب او طالب پلویان سور کفر وګڼل شول ، خو دوی نور ټول مجاهدین شول. یونس قانوني ، فهیم او عبدالله د همدې ډول مجاهدینو ! په استازۍ له ناټو او امریکا سره د پوځي عملیاتو داسې یو تړون لاسلیک کړ چې د هغه له مخې په پښتون مېشتو سیمو کې د هر ډول خپلسرو عملیاتو ، وژنو ، تړنو او سپکاوي واک هغوی ته ورکړل شوی و، د طالب او اسلامي حزب په نامه د پښتنو د ځپنې ، حذفونې او ډله ییزې وژنې ( جینوسایډ ) یو سستماتیک پلان جوړ او عملي شو، شل کاله د جهاد او مقاومت په نامه دا لوبه روانه وه ، وړو وړو ماشومانو او ان جنرال دوستم ته هم د جهاد د وراثت ثمر ور په برخه شو. دا زاړه او بګلیل شوي په اصطلاخ مجامدین دومره سپین سترګي وو ، چې د امریکايي پوځیانو او الوتکو تر سیوري لاندې یې بیا هم ځان ته مجاهدین ویل. کله چې امریکایان او نور بهرنیان پر دې پوه شول چې د شر او فساد یوه کتله یې دلته واکمنه کړې او نور دا جنګ په هېڅ وجه د کنترول ، توجیه او ګټنې وړ نه دی . نو د متبذلو ټاکنو له لارې یې د غرب پلو ټامیانو ، روسپلوه مجاهدینو او یو شمېر نورو فسادګرو یو ګډ ترکیب رامنځته کړ او دې ته یې د ((ملي وحدت ))د حکومت نوم ورکړ. د دې حکومت مشر اشرف غني بیا خپل واک ته دومره تږی و ، چې له کوم دقت او ځنډ پرته یې له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړ او له پاکستان سره یې د ډیورند پر کرښه معامله وکړه ، جنګ دوام پیدا کړ او په لکونو افغانان په کې ووژل شو. اوس جالبه سپین سترګي همدا ده چې دا یو مزخرف او مزدور ترکیب هم د استقلال شعارونه ورکوي ، دوی ځان د پاکستان او امریکا مخالفین ګڼي او هغه څوک چې هم د امریکا او هم د پاکستان واقعي مخالفین دي پر هغوی لا د پردیپالنې تورونه پورې کوي. حقیقت خو دا دی چې که د روسي عسکرو یرغل نه وای ، نو کارمل به په عمر کې هم د افغانستان د تخت مزه نه وای څکلې او که چېرې د امریکايي عسکرو یرغل نه وای ، نو حامد کرزي او اشرف غني به دا پاچاهي په خوب او خیال کې هم نه وای لیدلې او نه به هم صالح، محقق ، دوستم او نور دلته داسې د پردیو شرابو پر نشې مست وای . دامریکا تر چتر لاندې د هغوی اوسني زېږنده واکمن چې د امریکا خلاف د مصنوعي ازادۍ او خپلواکۍ خبره کوي دا د دې مانا ورکوي چې چې کارمل او ډله یې ؛ پرچمیان ووايي چې موږ مستقل وو او د شوروي مخالف هم وو ، نو که صالح ، غني او نور د امریکا خلاف چغې وهي ، نو دا یو سوچه سپین سترګي او د عوامو په اصطلاح نمک حرامي ده ، غلي کېنئ، همدا غوړې مړۍ هضم کړئ همدا مو بس دي  د امریکا د مخالفت حق ښه دی که بد هغوی ته پرېږئ چې په دې مخالفت کې یې زیان لیدلی دی ، نه دا چې هم د امریکا د مرمیو په زور د واک مزې څکئ او هم د مصنوعي مخالف چغې وهئ او غواړئ راتلونکی تاریخ تېرباسئ !

زه خو کله کله وېرېږم چې کله امریکایان او نور بهرنیان له افغانستانه وځي ، پر دې وروستۍ ورځ د کابل په بني حصار ، قلاچه او ارغندې کې یو څو ډزې وکړي چې دغه دی  امریکان موږ و  وایستل لکه څنګه چې یې د روسانو د ایستلو امتیاز واخیست او هغوی چې تر دې دمه د امریکایانو خلاف مبارزه کړې ده ، هغوی په ډاګ پاتې شي ،

دوی یو ځل بیا بل هېواد ته د راتګ بلنه ور کړي ، اوسني مخالفین بیا د ترورست او نورو تورونو په تور تورن کړي او پخوانی داستان یو ځل بیا د همدې ډول وطن پلورو او ضمیر پلورو اشخاصو له خوا تکرار شي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک