No-IMG

نه مسلمان او نه افغان دی ولسمشر

نه مسلمان او نه افغان دی مشر

بیا هم پر موږه حکمران دی مشر

پوره    د    زرو   کلو    عمر    لري

خو تر ماشومه هم نادان دی مشر

څوک چې د ذات او د نسب خاوند وي

له هغو  ټولو  سره  وران  دی مشر

سهر   په ټینګه  یوه  ژمنه  وکړي

په  مازیګر کې پښېمان  دی مشر

چې څوک وطن لوټوي ، قام سپکوي

بیا  پر  همغو  مهربان   دی  مشر

نور  ټول  ولس  ترې  اړولی دی مخ

یو څو ټامیانو باندې ګران دی مشر

چې  څوک  د بل مشر خبره  وکړي

نو   بیا   په قهر  او  لړزان  دی  مشر

که دی همداسې وي ، نو داسې  بویه

د  ترکستان  پر  لار  روان   دی  مشر

داسې  یو  درد  یمه  سېزلی همېش

زما   خو نه ، پر  ما تاوان  دی  مشر

ډېرې ښېګڼې یې په سر کې  نه شته

یو څو دردونو  ته  درمان دی  مشر

داسې   ګلان  یې  دي  کرلي خپله

اوس یې  رېبلو ته حیران  دی مشر

چې ټول ولس ته خپله مینه  ورکړي

زما  بیا  داسې  یو  ارمان  دی  مشر.

۱/۷/۱۳۹۹

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک