No-IMG

ژمنه

دا  وطن  مې کړ  ودان ،  ودان  مې نه کړ؟

لکه څنګه چې ښه وران و، وران مې نه کړ؟

زما    هر   پلان کې  لویه     فلسفه      ده !

درته  ومې   کړ   اعلان ، اعلان  مې نه کړ؟

د  رنځور  ولس   همدومره   سزا  بس   ده

په  سوران و په سوران ، سوران  مې نه کړ؟

د خپل واک د غرور اس نه  کله کوز  شوم ؟

په  سلګو  سلګو روان    ، روان   مې نه کړ؟

عقل   څه  دی ؟ د  ساده وو   غولول   دي

ما خپل ځان پر تا تاوان ، تاوان مې نه کړ ؟

دا   ملت  مې   د  خدمت  دی    پوروړی

تر  نادانه  هم  نادان  ، نادان   مې   نه  کړ؟

د   نوي    سلنه   خلکو      ژوندون     ګوره  !

په غربت کې چې روان و، خان مې  نه کړ ؟

نوره     څومره     ارزاني      کړمه      نازله   ؟

د انسان ژوند چې و ګران ، ارزان مې نه کړ ؟

چا  ویل  چې  دروغ پر غره باندې ختل دي ؟

هر  یو کار  چې به  و  ګران ، اسان مې نه کړ ؟

پس    له  ما  به  څوک  د  فکر   نوم  وا نخلي

ما  د  پوزې  کړ  پېزوان ،   پېزوان  مې نه کړ ؟

هر    سړی    پوهېږي    خپله   مشغولا     یې

له  اوله    دا   بیان  ،  بیان   مې    نه   کړ ؟

چا    ویل   چې  له  کابله   بېروت  جوړ کړه !

له   پخوا   نه   و   لبنان   ،  لبنان  مې نه کړ ؟

دروغ ویل ، قسم خوړل دي؛ سیاست څه دی؟

تاسو  وې  چې دی  ډېران ، ډېران مې نه کړ ؟

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک