معلوم مقتولین او نا معلوم قاتلین
په هېواد کې د وینو رود روان دی، هېڅوک د پوښتنې نه شته؛ حکومت هم د خواشینۍ پیغامونه نشروي او پېښې غندي او ولس هم، یوه ورځ فیسبوکی ماتم وي تېر شي او هېر شي ، بیا بله دردونکې پېښه وشي ، پخوانۍ هغه هماغسې تر څېړنې لاندې نا څېړلې پاتې شي.خلک له مرګ سره عادي شول ، هر سهار چادونه او ترور د ښار د کلتور یوه برخه شوه، خو واکمن لا هم د واک او شهرت د لایتناهي هوسونو په ډنډ کې ډوب دي ، اوس هم ورته ځان تر هر چا غوره برېښي ، ولس تباه شو خو دوی اوس هم ځانونه ولسمشر او مرستیال ولسمشران ګڼي، درباري غوړه مالان او کرایي فیسبوکیان یې لا هم د بې کفایتۍ د پټونې لپاره سل دلایل لټوي ، ضمیر مړو لیکوالانو لا هم د مضر احتیاط له امله چوپه خوله غوره ګڼلې ، که نه خو هر څه معلوم دي ، تر هغه چې نامعلوم قاتل پسې ګرځو راځئ د معلوم مسول ګرېوان ته لاس ور واچوو. تر هغه چې اجرتي نامعلوم قاتلان معلومېږي ، جمهوررییس ، د هغه مرستیالان او د امنیتي سکتور لومړۍ درجه مسولین د دې ډول وژنو اصلي مسولین ګڼل کېږي. بل چا پسې مه ځئ د دوی ګرېوان ته لاس ور وړئ ، که لاس نه شئ ور وړلای ، په ښېراوو کې یې له یاده و نه وباسئ !
