د ملت ساه مې ډوبېږي
له خوښۍ محروم ، له سوکالۍ محروم او د ژوند له نورو نعمتونو محروم ولس ، یوازې په دې هیله ژوندی پاتې و، چې ځه که حکومت او لارښود نه لرو ، د خدای په پنځول شوي طبیعت کې خو له شته اکسیجن څخه ګټه پورته کوو. اکسیجن ته یې هم قوانین وضع کړل ، یوازې هغه شرکتونه حق لري چې له دولت سره تړون ولري او د کار او فعالیت اجازه. یو شمېر هېوادوال مې د دې قوانینو تر انفاذ لاندې ساه ډوبي شول، بیا بله پلمه جوړه شوه ، چې هېواد کې د اکسیجن تولید کم دی، نو ځکه خو حکومت ټولو ناروغانو ته اکسیجن نه شي رسولی، بیا یو شمېر انسانپالو پانګوالو افغانانو اعلان وکړو ، چې موږ حاضر یو په وړیا ډول هېوادوالو ته اکسیجن تهیه کړو . بیا نوې پلمې جوړې شوې چې صبر دا کار باید د یو تخنکي او مسلکي ټیم له خوا وارزول شي . دا څنګه تخنیکي او مسلکي ټیم دی چې خپله هېڅ شی نه شي جوړولی او یوازې د نورو د تولید ارزونې ته ناست دی ؟ بیا د ژمنو لړۍ پسې و غځېدله ، هله نن دا کار وشو ، سبا دا طرحه وړاندې کېږي او بل سبا هغه بله ، په همدې همدې کې (۹۰۰ ) ملیونه ډالر لادرک شول ، خو (۹۰۰) ناروغان پرې ونه رغېدل ، ملت په قصدي ډول له کرونا سره لاس و ګرېوان کړای شو، حقیقت دا دی چې نږدې شل ملیونه افغانان د کرونا پر ناروغۍ اخته شوي دي ، خو حکومتي شمېرې بیا تر (۴۰) زرو نه دي پورته شوي. دا یو مقاوم ملت دی ، له کرونا سره یې خپل مقاومت پیل کړ، ضایعات او وافیات وو، خو د ناروغانو د شمېر په انډول لا ان په سلنه کې هم نه راتلل، د ملت روحیه ورځې تر بلې ښه کېدله او دا یې د یوې عادي ناروغۍ په توګه انګېرله، دا مهال یو بل بد خبر راغی ، چې حکومت دومره فعال دی ، چې له (IMF) څخه د کرونا د مقابلې لپاره (۲۲۸) ملیونه ډالرو پور غواړي ، دا خبره نو د ملت پر ټپونو د مالګې د پاشلو په مانا وه ، چې دا چارواکي خو به سبا یو هم نه وي دا پور به بیا څنګه خلاصوې ، چې نه یې د اخیستو ، نه یې د لګښت او نه یې هم د بېرته ورکړې لپاره هېڅ ډول واضح پروکرام شته؟ له دې رنځ او اندېښې لا خلاص نه وو ، چې بله ټکه راپرېوته ، ویل کېږي چې افغانستان سره د مرسته شویو اکسیجن وېنټلاټیورونو یو پاموړ شمېره پر ایران او پاکستان پلورل شوې ده . دا په داسې حال کې ده چې دا دواړه هېوادونه په تېره بیا پاکستان ، د ملک د اول شخص د تفکر پر اساس ډېر منزوي شوی !؟ که منزوي شوی نه وای ، حالات به کوم حد کې وای ؟ پر پاکستان او ایران باندې ددې ډول دستګاه وو خرڅول ، خو دا مانا ورکوي چې دې ډول اشخاصو ؛ دولتي دي که نا دولتي ، طبي پرسونل دی ، که ناطبي، سیاستوال دي که پانګوال او نور هر ډول ګډونوال یې ، دا په دې مانا دي چې دوی د خپلو میندو ، خویندو ، ورونو او پلرونو پر تنفس تجارت کړی ، دا ډول اشخاص دې ته منتظر دي چې د ټول ملت پر تنفس هم معاله وکړي، نو راځئ مخکې تر دې چې کرونا جدي وګڼئ دا ډول مافیا جدي وګڼئ ، څوک دې ځان د نظام د وارث په نامه تریو تریو نه کوي او بیا دې نه دې ډول بې شرمو اشخاصو ته د توجیهاتو پرتوګ ګنډي ، تر دوی نو بیا د ځمکې پر مخ نور د نه سړي زامن نه شې پیدا کولای ، اصلي او اکبر جهاد د دغسې بې ضمیره پر ضد روا دی ، د جمهور رییس په ګډون په ترتیب سره لاندې وړو چارواکو پورې ټول په دې مسولیت کې د خپل مقام او مو قف په انډول مسولیت لري . چې مشر ېې قمبر وي ، اختر به یې مازیګر وي . خدای دې ټول هغه مستقیم او نا مستقیم چارواکي چې په دې ډول جرمونو کې لاس لري ، په شرمونو و شرموي چې دا غیور ملت ېې له دې سخت مظلومیت سره مخ کړ.
