د بشري تاريخ تر ټولو خندونکی جگړه
په بشري تاريخ کې يو تر ټولو خندونکی جنګ چې شاوخوا دېرش زره سرتېرو پکې ګډون کړی و او له سلو څخه د زياتو کسانو په مړينه پای ته ورسېده ، هغه په ۱۹۲۵ زېږدي کال کې د يونان او بلغاريا تر منځ جنګ و. ددې جګړې عامل د يوه يوناني سرتېري سپی و، چې د سرتېري له لاسه یې پړی شکولی او د يونان او بلغاريا تر منځ پر پوله بلغاريا ته ور اوښتی و، سرتېري پسې منډې کړې او له پولې پسې ور اوښتی ، له هغې خوا پرې د بلغاريا پوله ساتو سرتېرو ډزې کړې او عسکر يې وژلی . سمدستي يوناني پوځ په بلغاريا حمله وکړه او د هغو سرحدي ښار یې ترې ونيو ، او د الوتکو په وسيله د پيترېچ ښار بمبارولو ته ځان جوړاوه چې ملګرو ملتونو سازمان چې په هغه وخت کې (ليګ اف نېشنز ) نومېده مداخله وکړه د ښکېلو هېوادونو تر منځ یې اوربند وکړ او خبرو ته زمينه برابره شوه. په پای کې یې د يونان دولت ملامت او درنه جرمانه یې ترې بلغاریا ته واخيسته.
