سږکال د نړۍ تر ټولو معياري او ښه پوهنتونونه کوم پوهنتونونه دي؟
د The Times Higher Education نړيوالې موسسې د سږ کال لپاره د نړۍ په ۹۳ هېوادونو کې ۱۵۰۰ پوهنتونونه له هره اړخه څېړلي او بيا بې د معمول په ډول درجه بندي کړي دي، په دې درجه بندي کې د نړۍ تر ټولو ښه او ټاپ پوهنتونه په لاندې ډول دي.
✓ لومړی نمبر: اکسفورډ پوهنتون (برتانيا)
✓ دويم نمبر: سټنفورډ پوهنتون (امريکا)
✓ درېیم نمبر: هارورډ پوهنتون (امريکا)
✓ څلورم نمبر: کليفورنيا اينسټيټيوټ اف ټيکنالوجي (امريکا)
✓ پنځم نمبر: ماساچوسټس اينسټييټوټ اف ټيکنالوجي (امريکا)
✓شپږم نمبر: کمبرېج پوهنتون (برتانیآ)
✓اووم نمبر: کليفورنيا برکلي پوهنتون (امريکا)
✓اتم نمبر: یلي پوهنتون (امريکا)
✓نهم نمبر: پرېسټن پوهنتون (امريکا)
✓لسم نمبر: امپريال کالج لندن (برتانيا )
✓يوولسم نمبر: د شيکاګو پوهنتون (امريکا)
✓دولسم نمبر:جان هاپکېنکز پوهنتون (امريکا)
✓ديارلسم نمبر: پينسلوانيا پوهنتون (امريکا)
✓څوارلسم نمبر: د زوريخ ETH پوهنتون (سويټزرلېنډ)
✓پنځلسم نمبر: د کليفورنيا لاس اينجلس پوهنتون (امريکا)
په دې ليست کې د افغانستان نوم هم نشته، زموږ د ګاونډيو هېوادونو څخه د ايران (کردستان د طبي علومو پوهنتون په ۳۵۰ نمبر دی،بابل نوشېروان پوهنتون په ۴۰۰ وم نمبر ، شريف د صنعتي علوم پوهنتون په۵۰۰ نمبر پورې.
ډ پاکستان د پښتونخوا د (عبدالولي خان پوهنتون مردان ) په ۶۰۰ نمبر پورې، قايداعظم پوهنتون هم تر له ۵۰۰ تر ۶۰۰ يم نمبر پورې، کامسېټ پوهنتون اسلام اباد په ۸۰۰ يم نمبر، د فيصل اباد زراعتي پوهنتون تر ۱۰۰۰ نمبر پورې درجه ترلاسه کړې.
د هند: اینډين اينسټيټيوټ اف ساينس په ۳۰۰ وم نمبر،اينډين اينسټيټيوټ اف ټيکنالوجي له ۳۵۰ څخه تر ۴۰۰ يمې درجې،اينډين اينسټيټيوټ اف ټيکنالوجي روپار په ۴۰۰ يم درجه ، او اينډين ايسنټيټوټ اف ټيکنالوجي اينډور په ۵۰۰ يم نمبردی، بنارس پوهنتون بيا په۸۰۰ يم نمبر پورې قرار لري.
دا چې د پوهنتون د درجه بندي په برخه کې کوم معيارونه او د کوالټي اشورېنس کوم شاخصونه په نظر کې نيول کېږي په راتلونکي پوسټ کې به رڼا پرې واچوو.
