No-IMG

څنګه يو عادي ماسټر کارټ جوړ کړو؟

پرون ډېرو ځوانانو پوښتنه کړې وه چې څنګه داسې يو کارت جوړ کړو چې انلاين کورسونو ته فيس پرې تحويل کړو، انلاین (په پيسو) اپليکېشنونه پرې واخلو، يا يو سافټویر وپېرو ،يو کتاب په سافټ بڼه واخلو او يا ګېم پرې مخته بوځو؟.

خپله اصلي تذکره او دوه قطعې عکسونه مو را واخلئ

نسبتا له نورو بانکونو اسانه او ښه بانک  AIB (Afghanistan International Bank  ) دی ،يوې څانګې يا مرکزي دفتر ته يې ورشئ

ورته ووايئ چې ماسټر Prepaid کارت جوړوم.

هغوی د ماسټر Prepaid کارت قيمت ۳۰ ډالر ټاکلی دی نور نو ستاسې خوښه چې له دېرش ډالرو ماسوا نورې څومره پيسې په ډالرو ور اچؤئ (فکر کوم تر ۵۰۰۰ ډالرو پورې کارت ته وراچولی شئ).

نو چې هره خريداري کوئ يوه ډېره کمه فيصدي هغوی درڅخه کټ کوي يا کېدای شي د مياشتې يو ډالر وي. (ددې معلومات هماغه نمايندګي درکولاي شي)

کارت مو په ۲۴ يا ۴۸ساعتونو کې فعالېږي.

او تاسې کولای شئ د انلاین خريداري لپاره خپل نوم،د‌(پري پېډ ماسټر کارت)عمومي نمبر ، د کارت د‌ختمېدو نېټه او شاته دری رقمي کوډ په داخلولو سره يو شی وپېرئ.

که دې په کارت کې اچولې پيسې پکار شوې د هر بانک له ATM  څخه يې را اېستلی شې.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

Hamidullah

محترمه په کارټ کي څومره وخت وي ايا کارټ چي يو ځل چارج شي نو بيا ځل لپاره څنګه فعاليږي. په درنښت

nizakatsadat

زه غواړم چه تاسو يي راته بانکي اکونټ اؤ کارت جوړکه

قدرالله سیرت

مننه الله پاک مو خدمتونه قبول کړی ډېره ښه لیکنه او ښونه وه خدای دی و کړي چي دې ته ورته نوري ډېري ښې ښونيزي ليکنې پورته کړی تر څو هم پښتو ته خدمت شوی وي هم اولس ته

Muhammad Amin

زه غواړم چي یو وړوکی آنلاین کار شروع کړم

ولې جان

سلام علیکم ورحمت الله وبرکاته ګرانه وروره تاسو کولای شی چې ماته اوکانټ جوړ کړي بی بال ياماسترکارت

attaullahqani

زه غواړم چي دانلاين پيسو ګټلو لپاره ده ځان لپاره ماسټر کارټ جوړ کړم

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک