No-IMG

هيڅکله به هدف او مورال نه بايلې

تاسې لاندې په عکس کې د Nick Vujicic په نامه يو استراليايي ځوان وینئ چې له موره بې لاسونو او بې پښو زېږېدلی دی، خو د مورال د نه بايللو او هدف ته د رسېدو په خاطر د سختو هڅو له امله اوس په نړۍ کې  يو تکړه انځورګر، لامبووهونکی، پراشټویسټ او يو تکړه او ژبور ويناوال دی.

نوموړی د استراليا په ميلبرن کې په ۱۹۸۲ زېږدي کال کې د tetra-amelia سنډروم له امله له موره بې لاسونو او بې پښو وزېږېد. په مالي او حسابداري چارو کې لوړې زده کړې کړې دي،  د بې لاس و پښو خلکو لپاره يوه خيريه موسسه هم لري. اثار او کتابونه یې هم ليکلي دي او له يوې ښکلې جينۍ سره يې واده هم کړی دی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک