No-IMG

په لاندني عکس کې يو ستر درس نغښتی دی ، ان که بيخي دغسې پېښ شوي هم نه وي

يوه سړي چې ټول سروکار يې د‌سپيو د ځغاستې له لوبو سره وو، يوه ورځ يې ددې لپاره چې لوبه لږ متنوع کړي يو پړانګ يې هم مسابقې ته راوست چې له سپيو سره ګډه منډه وکړي ، خو چې د‌ منډې وخت پيل شو سپيو منډې کړې او پړانګ بيخي له ځایه م ونه خوځېده ، په خپل ځای ناست و او سپيو ته يې کتل.....

کله يې چې له مالک څخه پوښتنه وکړه چې ولې پړانګ يوازې کتل او منډه يې وانه خيسته ؟!

يو ډېر جالب ځواب يې ورکړ

کله کله دا  هڅه کول چې ثابته کړې چې ته تر نورو بهترين يې د ځان توهین دی.

هروخت او هرچېرته لازمي نه ده چې خپل ځان ټولو ته ثابت کړې، کله سکوت د ځينو خلکو پر وړاندې بهترين ځواب دی.

که په دې ډاډه يې چې سمه لاره دې انتخاب کړې خپله لاره دې وهه، مهمه نده چې نور خلک د‌ تا په اړه څه فکر کوي،ضروري نه ده چې په کراتو،کراتو ځان خلکو ته ثابت کړې.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک