No-IMG

د کابل يو سلماني کي چې څوک کتاب مطالعه کوي ۳۰ فيصده تخفيف ورکوي

څه موده مخکې مې د کابل، ميرويس ميدان د ټټاري(حلبی سازي) په کوڅه کې د صفا سلماني مسوول اسدالله خان ته وويل:  چې که په سلماني کې انتظار کسانو ته د تلويزیون پرځای يوه کوچنۍ المارۍ جوړه کړې او يو څه کتابونه پکې د عمومي مطالعې لپاره کېږدې،هم به د ناستو کسانو وخت هسې نه ضايع کېږي اوهم به یې په انتظارکې يوڅه لوستي وي.

بالاخره یې تېره ورځ عکس راولېږه چې المارۍ مې جوړه کړه او کتابونه مې هم پکې کېښودل او هم یې وويل چې هغو کسانو ته چې دلته مطالعه کوي ۳۰ فيصده تخفيف هم ورکوم.

که څه هم کوچنی ګام دی ، خو ښه ګام دی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک