د پنځو نفرو قانون!
• که له پنځو په ځان باوري کسانو سره ملګري شئ، تاسې به په راتلونکي کې شپږم په ځان باورلرونکی کس شئ!
• که له پنځو ځيرکو کسانو سره ملګري شئ تاسې به د هغو له جملې څخه شپږم نفر شئ!
• که له پنځو شتمنو سره ملګري شئ، تاسې به د وخت په تېرېدو د هغو له ډلې شپږم کس یئ!
• که له پنځو علم دوسته کسانو سره ملګري شئ، تاسې به د هغو په ګروپ کې شپږم نفر شئ!
• که له پنځو بيکاره او ايله کسانو سره ملګري شئ، تاسې به د هغو په ټيم کې شپږم سرایله کس يئ!
• که له پنځو درواغجنو سره ملګري شئ، له تاسې به ژر شپږم درواغجن جوړ شي!
• که له پنځو چاپلوسانو سره ملګري شئ، ډېر وخت به ونه وځي چې تاسې به شپږم چاپلوس یئ!
• که له پنځو احمقانو سره مو دوستي شوه ، تاسې به په راتلونکې کې د هغو له جملې شپږم احمق یئ!
نو د خپلو اړيکو په جوړولو کې دقيق، محتاط او جدي اوسئ، ځکه تاسې چې د کوم ګروپ او ډلې ملګرتيا کوئ شپږم نفر به یې تاسې شئ!
