No-IMG

دا درې ديکتاتوران؛ غرب او سکولارېستان چېرته دي؟

غرب له دې ديکتاتورانو سره ستونزه نه لري، خپل وطني سکولارېستان يې هم ورسره نه لري. تاسو دې انځور ته شئ:

دا يو د مصر مستبد او کودتايي مشر جنرال سيسي دى، چې مصر يې ولکه کړى او پر ارواګانو او لوى زندان واکمني کوي.

دا بل د شام د لسګونو کلونو ديکتاتور واکمن بشار دى چې د خپل ولس سوله ييزې مظاهرې يې دومره خوني وځپلې چې هغوى د ده د خونخوارې واکمنۍ پر ضد وسله وال قيام ته اړ شول، ده سوريه برباده کړه او خپل ملت يې وواژه او در په در يې کړ.

دا دريم ظالمه نانځکه د تونس حکومت مشر قيس دى، دې د تونس پر ډيموکراسۍ کودتا وکړه، اساسي قانون يې معطل کړ، پارلمان يې ړنګ کړ او حکومت يې نسکور کړ، ده ګوندي پلورالېزم عملاً نابود کړ او د تونس د لوى فکري جريان النهضه مشر استاد راشد الغنوشي يې له خپل ټول نرم او اوبه سياست سره زندان ته واچولو او دفترونه يې وروتړل.

ياديږي مو چې البرادعي به محمد مرسي ته فرعون ويلو؟ په داسې حال کې چې د محمد مرسي په واکمنۍ کې رسنۍ ازادې وې، لاريونونه مجاز وو او هيڅ حکومتي محدوديت پرې نه و، د رايې او بيان ازادي وه، سياسي بنديان نه وو او اساسى قانون ته ولس رايه ورکړې وه... دا مهال چې مصر د نه زغم، نه تسامح، سياسي زندان او ديکتاتورۍ مرحلې ته ننوتى دى؛ برادعي اوس چېرته دى؟ د مصر سکولارېستان چېرته دي او د دوى لاريونونه او احتجاجونه چېرته دي؟

د شرق سکولارېستان هر هغه استبداد مني چې ريښه يې لادينه وي، دوى په هر سکولارېستي استبداد کې خاموش وي او د هرې علماني ديکتاتورۍ ملاتړي دي.

او غرب خو د سکولاريستي قضيو مؤيد نه بلګه مؤلد او پنځوونکي دى، دوى حتى په دغه ولسواکه ترکيه کې د ولسي رايې پر ځاى استبداد او ديکتاتوري خوښوي که نه د ترکيې د 2016 کال د کودتا روحاني مشر چېرته دى؟

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک