No-IMG

اردوغان او داود اوغلو؛ د اختلاف غوټې!

داود اوغلو او علي بابه جان د ترکيې عدالت او پراختيا ګوند ډېر مهم مشران وو، دوى په بېلابېلو وختونو کې له رجب طيب اردوغان نه لارې بېلې کړې. داود اوغلو او علي بابه جان د خپل پخواني ګوند پر ضد د اتاتورک له ګوند سره ايتلاف وکړ، دلته به د اختلاف لنډ بحث وکړو.

داود اغلو او علي بابه جان دواړه د اردوغان ښى او چپ لاسونه وو، اغلو د اردوغان د بهرني سياستونو طراح و، د هغه د بهرني سياست منطق او فلسفه پر "صفر  شخړه" ولاړه وه، او علي بابه جان بيا د اردوغان د اقتصادي طرحو طراح و.

دوى په نظرياتي لحاظ نه بلکه په سټراټيژيو او اقتداري سياليو کې سره وران شول، داود اغلو غوښتل چې:

د ترکيې د استخباراتو مشر هاکان فيدان دې د استخباراتو د مشرۍ دنده پرېږدي او پارلمان ته دې ځان کانديد کړي، هاکان همداسې وکړل خو اردوغان له دې کار سره مخالفت وښود او هاکان يې بېرته خپلې دندې ته راوغوښت.

بله پېښه دا وشوه چې اردوغان غوښتل چې نظام رياستي کړي، کله يې چې پارليماني ټاکنې وکړې نو د تېر په نسبت يې کمې څوکۍ تر لاسه کړې، دلته ورته اغلو وويل چې رياستي طرحه ولس په غير مستقيم ډول په دغو پارلېماني رايو سره رد کړه نو بايد نظام د تېر په څېر پارليماني و اوسي، خو اردوغان وويل چې د نظام د تغير دعوه به ولس ته وړاندې کوو او ټولپوښتنه به دا ټاکي چې نظام دې رياستي شي او که پارلېماني.

دريمه پېښه دا وشوه چې اردوغان د ترکي بېلتونپالو جګړه مارې ډلې پي کى کى سره د قاطع برخورد پرېکړه وکړه خو اوغلو ورسره د مدارا او خبرو اترو طرفدار و. له دې پرته نورې ستونزې هم وې خو دا د کشمکشونو هغه تاوده وو.

بالآخره کله چې د ټولپوښتنې په اساس نظام رياستي شو نو اوغلو خپل راتلونکى نه په صدراعظمۍ کې کتلو او نه د ګوند په مشرۍ کې نو دغسې سيالي ورانه روانه شوه او بالآخره اغلو 50 صفحه يي بيانيه وليکله او ګوند يې پرېښود، نو د اردوغان د يو مخالف په توګه هغه دا مهال د اردوغان له غليم سره په ټاکنو کې درېږي تر څو خپل کسات واخلي.

علي بابه جان هم له اردوغان سره د مرکزي بانک د ازاد پرېښودو سياست طرفدار و او اردوغان يې د کنټرول؛ نو په دغه اختلاف سره وروسته نور هم ورزيات شول او هغه هم ګوند پرېښود.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک