No-IMG

پټه خزانه او ناشناس؛ د قومي مريضانو حصار!

څلور کاله مخکې صبور سياسنګ له ناشناس سره بنډار کړى و او ناشناس چې مخ ماتې بنيه لري نو د سياسنګ تورو پوښتنو ته يې د سپينو پر ځاى تور ځوابونه ويل، يوې مريضې متعصبې حلقې ناشناس ته داد ورکولو او ناشناس د چکچکو په نشه کې تاريخ په کولنګونو وهلو، بېخي غير مسلکي کيندنې او بېخى غلچکي توږنې، ناشناس له علامه حبيبي سره د تربورولۍ هغه دښمنه رشته پالله او هغه په دغه بحث کې د وېلن رول ولوباوه.

وروسته بيا ناشناس بي بي سي ته ځان په دغه بحث کې ډېر کم وښوده، ويې ويل چې د ده خبرې يوازې حدس او ګومان و، هغه وويل چې حتى پټه خزانه يې لوستې نه ده، هغه خپله دوکتورا هم ډېره سطحى وبلله او خپله علمي سويه يې د املوکو په تول کړه.

ناشناس دا څو ورځې مخکې له حبيب هوتکي سره بيا ځلې پټه خزانه جعل او تزوير وبللو، هغه په دا دريم موړ کې خپله دماغي کوتاهي او مسلکي کم سوادي ثابته کړه.

واقعيت دا دى چې ناشناس يوازې ښه، چغزي او سُريله اواز لري، هغه چې موسيقي اماتوره پيل کړې وه د تاريخي ادبي سندونو بې سنده مسخه کول يې هم اماتور ګڼلو. هره موضوع بګتۍ نه وي چې "ساری ګاما پا دها ني سا" راګ کې واچول شي، ځېنې موضوعګانې علمي وي چې د ناشناس او کوم سندرغاړي تر قامت دنګې وي.

د پټې خزانې په بحث کې که څوک علمي ننګونه او تنقيد لرى دا د پښتو ادب د پراختيا مجال دى خو که څوک د قومي لوړتيا په مانيا اخته وي دا نو بيا د مرض غونډاري دي چې په هر ګوزار کې انتان خپروي.

سړى اريان شي؛ د پښتو ژبې په تاريخي ريښې د دغو قومي مريضانو څه کار؟ پټه خزانه د پښتو ادب موضوع ده، قومي مريضان دې په خپلو موضوعګانو بوخت شي.

ما څلور کاله مخکې د ناشناس په دغو بې ثباته دعوو لنډ يادښت (ناشناس؛ حدس که علمي دعوه؟) ليکلى و، هلته مې هم دا يادونه کړې او اوس يې بيا هم وايم چې د پټې خزانې ټکنالوژيکي ازموينه دې وشي؛ چې تاريخي قدامت يې ثابت شي، د دغې ازموينې پايله به دغه جنجال ته پاى ورکړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک