د امام حسن البنا د شهادت ورځې په مناسبت!
ليکوال: مرحوم مرشد عام حامد ابوالنصر
ژباړه: وحيدالله مصلح
د نظم او ډسپلين کيسه!
د ۱۹۳۷ اوړي موسم وو، د مصر په زخیله سيمه کې څلویښت ورځینی مخیم جوړ شو، نوموړي مخیم ته زه هم بلل شوی وم، د سيند په غاړه د خیمو یو ښار ګوټی اباد شوی وو، په لومړي سر کې استقبالیه او امنیتي خیمې وې، له هغې نه لږ مخکې خوړنځای وو، ورپسې د لمانځه او د اجتماع ځای وو، له دې سره په خوا کې د اجتماع د ناظم او مرستیالانو خیمې وې، او د ټولو خیمو په منځ کې یوه وړه خیمه د مرشد عام امام حسن البناء د دفتر او اوسیدانې لپاره ځانګړې شوې وه.
د مخیم ګډونوال ټول ۴۰ تنه وو، دوی د عمر، تعلیم او مقام او مرتبې له نظره سره بېلابېل وو خو د فکر او نظر له اړخه سره ورته وو، په نوموړو ګډونوالو کې د هیواد مشهور اقتصادپوه جناب محمود ابو سعود ګډون درلود، چې د مخیم مشري یې هم پر غاړه وه، او نور ډیر مشهور دیني عالمان او د اخوان المسلمون لومړني مخکښان په کې شامل وو.
له صبح صادق څخه مخکې به ټول ورونه د تهجد لمانځه لپاره پورته کیدل، بیا به یې د سهار لمونځ د امام شهید حسن البنا په مشرۍ کاوه، تر لمانځه وروسته به د قران درس کیده، له درس وروسته به ټول ګډونوال د رسم ګذشت په شکل سره ټولیدل او بیا به یې ۴ کیلو متره منډه وهله، له لمر راختلو وروسته به یې په سمندر کې د لامبو تمرين کاوه، له لامبو نه وروسته به هر تن ځان پر خوږو اوبو مینځه، او دا ټول کارونه به په ډیره تیزۍ او پوره نظم سره تر سره کیدل، نه به کوم شور وو نه کوم ځوږ، په پوره ۷ بجو به ټول ګډونوال په کتارونو کې سره منظم شول او د پنډغالي مسولینو به ورته ورځني اعلانات او لارښونې اورولې، له دې وروسته به د خوړو مسئول د سباناري اعلان کاوه او ټول به دخوړنځای په لور تلل، له سباناري وروسته به ټول ګډونوال په ټولیو کې تقسیمیدل او د قرانکریم تلاوت به یې کاوه، په دې وقفې کې به هر تن ځانګړي سورتونه حفظول، هره ورځ به ۱۰ بجې ټول ګډونوال په اجتماع ځای کې راټولیدل او شهید امام حسن البناء به په یوې ځانګړې موضوع یو ساعت وینا ورکوله، په پوره یوولس بجو به ټول ګډونوال د لمانځه او نورو اړینو کارونو د سرته رسولو په خاطر بوختیدل، د ماسپښین تر لمانځه وروسته به ټول ورونه خوړنځای ته حاضریدل، د غرمنۍ تر خوړو وروسته به تر ماذیګره ګډونوالو استراحت او خوب کاوه، د ماذیګر تر لمانځه مخکې به ټول ګډونوال تیاریدل او د لمانځه ځای ته به حاضریدل، د ماذیګر او ماښام تر منځ وخت د ورونو تر منځ د خیالاتو د تبادلې لپاره وقف و، د ماښام تر لمانځه وروسته به شهید امام وینا کوله او په ترڅ کې به یې د سوال او ځواب لړۍ وه، ددې پروګرام په پای کې به د ماسخوتن لمونځ تر سره کیده، تر لمانځه وروسته به د ماسخوتن ډوډۍ خوړل کیده او ورپسې به تر ۱۰ بجو پورې تاریخي پیښې او ګټورې کیسې اورول کیدې، په پوره لس بجو به زنګ وهل کیده او دا ددې مانا وه چې دخوب وخت دی، ټول اخوان به د زنګ په اوریدو د خوب ځایونو ته تلل او ویده کیدل به، په نوموړیو ټولو ۴۰ ورځو کې به همدا پروګرام ګرځیده.
د ورزش او سمندري لامبو له امله به زه ژر ژر وږی کیدم، یو سهار کله چې مونږ د سباناري په خاطر سره کیناستو نو زمونږ ورور عبدالباري د ډوډۍ شکور له ځانه سره راوړ، کله چې زما وار راغی نو ما دوه خلتې واخیستې، کله چې ورور عبدالباري اخر ته ورسید نو پته ورته ولګیده چې یوه خلته کمه ده؛ ویې ویل چې ورونو ستاسو څخه یوه تن له خپلې اندازې ډیرې خلتې اخیستې، هر چا چې اخیستې وي ژر دې ووايي! زه خاموش وم، او بیا مې له شهید امام حسن البناء نه چې مونږ سره په خوا کې ناست وو پوښتنه وکړه: کوم ورور چې ایضافي خلته اخیستې وي او ځان وښايي نو څه په ورسره کیږي؟ مرشد عام وخندل او ویې ویل: هیڅ هم نه، څه به وشي بس معلومه به شي چې اضافي خلته له چا سره ده. ما پر الله جل جلاله توکل وکړ او ومې ویل، چې وروره خلته ما اخیستې خو لا هم وږی یم، زما خبره چې ټولو واوریده نو ښه یې وخندل، خو ورور عبدالباري په ډیرې غوسې شهید امام ته وویل چې دی باید ددې کار سزا حتماً وګوري، شهید امام ورته وویل، چې ته ورته کومه سزا تجویزوی؟ شیخ عبدالباري وویل، چې دی به سبا ته له ما سره په اشپزخانه کې وي، کله چې په ماښام کې د سبانۍ ورځې اجنډا اعلانیده نو زما د سزا یادونه هم په کې شوې وه، سبا ته هغه ماته حکم کاوه او ما به منلو، له ټولو نه سخت کار د ۴۰ لوخو مینځل وو، په دې کې ما غټه ستړيا وګالله او او ډیر زحمت سره مخ شوم.
ماخذ:
حقیقة الخلاف بین الاخوان المسلمون و عبدالناصر
